د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د افغانستان ارزي شتمني په کوم ځای کې ساتل کېږي؟ او ګټه د افغانستان خلکو ته څه ده؟


افغانستان بانک کې ذخيره شوي ډالر - ارشيف
افغانستان بانک کې ذخيره شوي ډالر - ارشيف

امریکا په تازه اقدام کې غواړي چې د افغانستان د کنګل شويو پيسو یوه برخه چې ۳،۵ میلیارده ډالره دي سویس کې BIS نړېوال بانک ته انتقال کړي.

BIS په سویس کې یو تاسیس شوی نړیوال مالي سازمان دی چې مرکزي بانکونو او نړیوالو مالي مؤسسو ته د بانکي خدماتو په ګډون مالي خدمتونه وړاندې کوي.

افغان وجهي صندوق به له دې وروسته د BIS سازمان په چوکاټ کې د افغانستان هغه ارزي شتمنۍ چې په نورو هېوادونو کې هم دي، د همغږۍ کوونکي په توګه کار او مصرف کړي.

خو BIS به په دې پیسو باندي هیڅ ډول واک نه‌لري او یوازنۍ دنده یې ددې سرمایې ساتنه ده.

خو دا پيسې په څنګه ولګول شي؟

په افغان وجهي صندوق کې دغه پيسې ددې لپاره ساتل کېږي چې، که جدي اړتیا ورته وي د افغانستان په مالي برخو کې ترې‌نه ګټه واخیستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې، له دغه صندوقه به د افغانستان د برښنا پورونه، نړیوالو بنسټونه ته د افغانستان پور، پراختیایي برخو کې د مرستو او د پیسو د چاپ لګښت ورکول کېږي.

خو ایا د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک او په ټوله کې طالبان دغو پيسو ته لاس رسي لري او دغه لاس رسی اسانه دی؟

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک

د سویس د بهرنیو چارو فدرالي ادارې FDFA بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د افغانستان بانک هم کولای شي چې په اوږد مهال کې ددې پیسو نه استفاده وکړي خو دا ځانته شرطونه لري.

دا کار به هغه مهال شونی وي چې پر افغانستان بانک سیاسي نفوذ نه وي او د دې شتمنۍ څخه د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره مشخص کنټرول رامنځته کړي.

خو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلی چې، طالبان به د افغان وجهي صندوق برخه نه وي او نه‌شي کولای له دې پيسو ګټه پورته کړي.

د افغان وجهي صندوق د بورډ غړي بیا څوک دي؟

امریکایي چارواکو ویلي، د دغو پیسو د څارنې په بورډ کې د امریکا او سویس د حکومتونو یو یو استازی او دغه راز د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارلحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی ډاکټر شاه محرابي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو پر بنسټ افغان وجهي صندوق غړي کولای شي چې د دې پیسو د اړتیا په صورت کې په ټوله کې سره د پیسو د لګښت په اړه پرېکړه وکړي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شول امریکا د دغه شتمني کنګل کړه.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن بیا د روان کال د فبروري په میاشت کې د یو فرمان له مخې د افغانستان ۷ میلیارده ډالره په دو برخو کې تقسیم کړه.

د هغه د فرمان له مخې، ۳،۵ میلیارده ډالره به د افغانستان خلکو د بشري مرستو له لارې مصرف شي او نیم هغه به یې د محکمې له پرېکړې وروسته په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ورکړل شي یا به ور نه‌کړل شي.

افغانستان په نړېوالو بانکونو کې څومره ارزشي شتمني لري؟

د افغانستان بانک پخوانی رئیس خان افضل هډه وال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې، د افغانستان ټول ارزي شتمنۍ شاخوا ۹،۳ میلیارده ډالره ده.

د هغه په خبره، په ارزي شتمنۍ کې یوازې پېسې نه‌دي شاملې سره زر او نور مهم اسناد هم دي.

خو دغه پيسې په کوم ځای کې ساتل کېږي؟

ښاغلی هډه وال وايي، ددغو پيسو یوازې ۷ میلیارده ډالر یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي او پاتې نوره برخه چې شاخوا ۲،۳ میلیارده ډالره بیا په هغو هېوادونو کې ده چې افغانستان ورسره په سوداګرۍ برخه کې راکړه ورکړه لري.

ډالر
ډالر

د هغه په خبره، دا پيسې ددې لپاره په نورو هېوادونو کې ساتل کېږي چې، د تادیاتو د بېلانس او تر خوا یې د راکړې ورکړې لپاره یوه تکیه‌‌‌ګاه ده او پر همدې بنسټ، افغانستان په هغو بانکونو کې حسابونه پرانیستي چېرته چې یې سوداګري درلوده.

ښاغلی هډه وال ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا پيسې ولې له افغانستان نه بهر په څو بانکو کې ساتل کېږي، وویل: "دا پيسې ددې لپاره د نړۍ په بېلابېلو بانکونو کې ساتل کېږي چې که چېرته یو بانک له ستونزو سره مخ شي نو نور بانکونه ددې جوګه وي چې د افغانستان پېسې اجرا کړي او بل منطق بیا دا دی چې دا چاره د سوداګرۍ په برخه کې هم مرسته کوي."

د نوموړي په خبره، دغه پيسې د افغانستان د اقتصاد، سوداګرۍ او همداراز پولي ثبات لپاره یو مهم عنصر بلل کېږي.

هغه زیاته‌وي چې دغه شتمني د افغانانو له ژوند سره مستقیمه اړیکه لري.

د نوموړي په خبره، اقتصادي، سوداګریزې او همدا راز په بازار کې د عرضه او تقاضا په برخه کې کولای شي مهم رول ولوبوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG