د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د کنکل شوې شتمنۍ په اړه د امريکا او طالبانو وروستيو خبرو کې څه ويل شوي؟


ارشيف
ارشيف

طالبانو د تاشکند ناستې په څنډه کې له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د مرکزي بانک د ۳،۵ میلیارده ډالره کنګل شویو پېسو د ازادېدو په تړاو خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ناسته د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استاز توماست ویست، د امریکا خزانې وزارت مرستیال براین نیلسون او طالب پلاوي ترمنځ شوې.

په دغه ناسته کې امریکا ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ته باید ژر تر ژره رسېدنه وشي.

سره له دې چې د دواړه لوريو ترمنځ خبرو کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۳،۵ میلیاردو ډالرو ارزي ذخایر په ازادېدو بحث شوی خو ویل شوي چې دغه پيسې به د افغانانو په ګټه مصرف شي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که دغه پيسې ازادې شي د افغانستان مرکزي بانک د ملاتړي په توګه به ترې ساتنه وشي.

نوموړي ويلي: "د افغانیو پشتوانه ده او محفوظ به وي، یوازې به ازادېږي او د افغانستان په بانکونو کې به د ملاتړي په توګه ترې ساتنه کېږي او استفاده به ترې نه کېږي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک د ۳،۵ میلیاردو ډالرو په تړاو غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې دغه پيسې باید د افغانستان د خلکو لپاره مصرف شي نه د طالبانو په واک کې ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روانې میلادي میاشتې په ۲۶ مه په تاشکند له امریکا وغوښتل چې د افغانستان بانکي ذخایر ازاد کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د بانکي ذخیرو چې ټولیز شمېر يې ۷ میلیارده و د پاتې ۳،۵ میلیاردو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

د امریکا جمهور رییس جو بایډن د فبروي په میاشت کې د یو فرمان له مخې د افغانستان ۷ میلیارده ډالره په دو برخو کې تقسیم کړه.

د هغه د فرمان له مخې، ۳،۵ میلیارده ډالره به د افغانستان خلکو د بشري مرستو له لارې مصرف شي او نیم هغه به یې د محکمې له تایید وروسته په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ورکړل شي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د سپټمبر ۱۱ مې په پېښې کې دوی لاس نه درلود او دا پرېکړه غیر منصفانه ده.

د افغانستان د مرکزي بانک پيسې چې د ملي اعتبار په توګه ترې استفاده کېږي د تېر حکومت پر مهال ۹،۵ میلیارده ډالره و.

ددغو پيسو ۷ میلیارده ډالره د امریکا په بانکونو کې ساتل کېده او پاتې ۲،۵ یې په نور اورپايي هېوادونو کې وې.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول امریکا دغه پېسې کنګل کړې.

XS
SM
MD
LG