د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۴۸

افغانستان

چين: د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو د دغه هېواد اقتصادي بحران زيات کړی

د امريکايي ډالرو بستې - ارشيف

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري.

د دې وزارت ویاند وانګ وین بین پرون (د زمري ۲۱مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې متحده ایالات د افغانستان بانک دا شتمني له توجیه پرته وېشلې دي.

نږدې یو کال مخکې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه متحدو ایالتونو د افغانستان څه باندې اوه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پروسږ کال د سلواغې په ۲۲مه په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نیمايي دې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي.

د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا زیاتو اقتصادي متخصصانو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر او د خزانې له وزیر څخه وغوښتل چې دا شتمني دې افغانستان ته وسپاري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن پر افغانستان د امريکايي ځواکونو د بريد ۲۱مه کليزه ده

ارشيف

نن د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکایي ځواکونو د برید له يووېشتمې کليزې سره برابره ده.

طالبانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې، یو ویشت کاله مخکې د امریکا دولت پرته له کوم دلیله پر افغانستان برید وکړ.

د امریکا د متحد ایالتونو حکومت هغه مهال له طالبانو څخه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن غوښت چې پر نیویارک او واشنګتن پر بریدونو تورن و.

د طالبانو حکومت د اسامه له ورسپارلو سره مخالفت وکړ، هم‌هغه و چې متحد ایالتونو د ترهګرو د ځپلو په خاطر پر افغانستان حمله وکړه.

طالبانو په نننۍ اعلامیه کې ویلي دي چې افغانستان اوس د هیچا لپاره ګواښ نه‌دی.

د يوناما مرستيال کابل کې د ابن سينا د نشه‌يي توکو د درملنې له مرکز ليدنه وکړه

ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوتزل په کابل کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ابن سینا د مخدره توکو د درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د ياد مرکز د هغو کارکوونکو د کار ستاینه وکړه چې د ډېرو هغو کسانو لاسنیوی کوي چې زیانګالي دي او په ذلت کې ژوند کوي.

هغه يه یوه ټویټ کې پر افغانستان د طالبانو پر واکمنو چارواکو هم غږ وکړ چې د دې مرکز د کارکونکو د تنخواو، خوړو، درملو او جامو لپاره دې سرچینې برابرې کړي.

له يوه کال راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د معتادینو د درملنې د څه باندې اتیاو مرکزونو شاوخوا نيمايي یې د درملو، کافي خوړو او معاشونو نه ورکولو له امله تړل شوي دي.

اوچا: د طبعي پېښو له امله بې‌کوره شوي افغانان تر اوسه خېمو کې ژوند کوي

ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې په زرګونو کسان چې وروستیو سېلابونو او د جون د میاشتې زلزلې یې کورونه وران کړي، تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي.

او چا په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ژمي په راتلو سره دوی د خپلو کورونو د ترمیم لپاره مرستې ته اړتیا لري او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې کورنۍ یې د ژمي په جریان کې تر چت لاندې ژوند وکړي.

یوازې په پکتیکا او خوست کې د تېر دوبي مرګونې زلزلې په زرګونو کسان بې‌کوره کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت هم له نړيوالو څو څو ځل غوښتنه کړې وه چې د طبعي پېښو له امله زيانمنو شويو افغانانو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.

د خوړو او کرنې اداره بدخشان کې زرګونه کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشي

يو افغان کروندګر - ارشيف

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره یا FAO وایي، په بدخشان ولایت کې په زرګونو کسانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او نورې مرستې وېشي.

FAO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په دې ولایت کې به له ۹۵ زره زیاتو کسانو سره دغه مرستې وشي او هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، پنځوس کیلو ګرامه کیمیاوي سره او دغه راز لازمې زده کړې ورکړي.

د فاو په خبره اصلاح شویو تخمونه ډېر ښه حاصل ورکوي او لیدل شوي چې په دوه جریبه ځمکه چې اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، تر۱۴۰۰ کیلو ګرامه پورې حاصل ترلاسه شوي دي.

خو یو شمېر بزګر شکایت کوي چې، د غنمو اصلاح شوي تخمونه په خپل وخت چې د غنمو د کرلو دی، نه وېشل کېږي او ډېر ځلې هغه اوړه کوي او خوري یې.

د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو ۲۱ ميليون افغانانو ته مرستې وېشلي

ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو پروګرام WFP وایي، روان کال یې په افغانستان کې ۲۱ ميلیون وګړو ته چې اقتصادي بحران، چاپیریالي ناورینونو او د جګړو له امله اغېزمن شوي، مرستې ته رسولي دي.

WFP په یوه ټویټ کې ویلی چې، د دغو مرستو وړتیا یې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د خپلو شریکانو د مرستو پرمټ ترلاسه کړې او له سخاوتمندانه مرستو یې مننه کوي.

که څه هم نه‌دي ویل شوي چې امریکا له دغه پروګرام سره څومره مرسته کړې خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ تېره اونۍ وویل چې، د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده.

سيګار: په لږ شمېر پخواني افغان ځواکونه د طالب ضد وسله‌والو ډلو سره يو ځای شوي

ارشيف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار اداره سیګار وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت استخباراتو ویلي، د افغانستان د تېر حکومت د وسله‌والو ځواکونو یو محدود شمېر پرسونل د طالبانو ضد وسله والو ډلو سره يو ځای شوي.

سيګار ويلي، پخواني امنيتي سرتېري د طالبانو ضد ځواکونو لکه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، د ملي مقاومت په نوم جبهې او د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې سره یو ځای شوي دي.

سیګار دغه څرګندونې پرون په څو ټویټونو کې د خپل درې میاشتني راپور په استناد چې د امریکا کانګرس ته یې استولی، کړي.

سيګار ویلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه پوهېږي چې په دې وروستیو کې به د افغانستان د پخوانیو وسله‌والو ځواکونو غړي په هغه پېمانه ګاونډیو هېوادونو ته تللي وي او کنه لکه د ۲۰۲۱ کال په دوبي او مني کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دې هېواده وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

پر دې سربېره چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کابل له هوایي ډګر څخه د پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو په زرګونو غړي و ایستل شول، په زرګونو نورو یې ګاونډیو هېوادونو، په تېره تاجکستان او ازبکستان ته له الوتکو، وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو سره پناه وړې ده.

د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو وګټله

آني ارنو

د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو Annie Ernaux وګټله.

مېرمن ارنو د فرانسې د نورماندې ده او په لیکوالۍ سربېره د پوهنتون استاده هم پاتې شوې.

نوبل کمېټې نن په خپله اعلامیه کې ویلي آني ارنو د ذهني محدودیتونو د رېښو په څېړنه کې د خپلې زړورتیا او ځیرکتیا له کبله دا جایزه خپله کړې ده.

۸۲ کلنې آنې ۲۰ کتابونه لیکلي چې اکثر یې د دې په ژوند او شاوخوا خلکو څرخي.

د ښځو او ارواپوهنې څو کتابونه یې د پام وړ دي.

چک له افغانستان سره ۲۰ ميليون چکي کرونو په ارزښت مرسته کوي

په خوست کې له بېوزله کسانو سره مرستې - ارشیف

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر وايي، چک جمهوریت ژمنه وکړه د ژمي په موسم کې به له افغانانو سره د ۲۰ میلیون چکي کرونو په ارزښت مرسته وکړي.

دا ژمنه د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي همکارۍ او بشري مرستو د ادارې مشر پیتر ګاندالویک په پراګ کې د افغانستان له سفیر شهزادګل اریوبي سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلی اریوبي وايي، دې ته په کتو چې چک جمهوریت اوس د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه لري، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې له چکي چارواکي سره خبرې وکړې او له هغوی څخه یې د لا نورو مرستو هیله وکړه.

۳۱۵ افغان پناه غوښتونکي له اسلام اباد څخه کاناډا ته ولېږدول شول

اسلام اباد کې افغان پناه غوښتونکي

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر خبر ورکړی چې ۳۱۵ افغانان پرون له اسلام اباده کاناډا ته انتقال شول.

شان فریزر په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې سره کاناډا کې د تازه هستوګنو افغان کډوالو شمېر له ۲۱ زرو اوښتی دی.

کاناډا د شاوخوا ۴۰ زرو افغانانو د وربللو او هستوګنولو ژمنه کړې ده.

تر دې مخکې په بېلابېلو هېوادونو کې افغان کډوالو اعتراضونه کړي وو چې سرنوشت يې نه دی مالوم او بايد هغه هېوادونه چې دوی په‌کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده، د دوی سرنوشت دې مالوم کړي.

ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصاد 'مصيبت زېږونکی' سقوط کړی

ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، افغانستان ۹۷سلنه خلک د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې " مصیبت زیږونکی" سقوط کړی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د افغانستان ۹۵ تر ۹۷ فیصدو پورې وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د تېر کال په اګست کې هم د افغانستان ناخالصه عواید ډېر کم وو.

فرانس پریس خبري اژانس د "یو.ان.ډي.پي" د اسیا پاسفیک څانګې د مشرې کانی ویګناراجا له قوله ویلي، د افغانستان ناخالصه عوایدو ته تېر یوه کال کې پنځه میلیارده ډالره زیان اوښتی.

نوموړې ویلي، د تېر کال له اګسته په افغانستان کې د توکو بیې هم ۳۵ سلنه لوړې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG