د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

امريکا: د افغانستان کنګل شوې شتمني به په هيڅ ډول د طالبانو لاس ته ور نه‌شي


د افغانستان بانک کې طالب چارواکی د ډالرو د تسيملۍ په حال کې
د افغانستان بانک کې طالب چارواکی د ډالرو د تسيملۍ په حال کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ۳،۵ میلیارد ډالر به، چې په اړه یې تازه پرېکړه شوې په هېڅ ډول د طالبانو لاس ته ور نه‌شي، ځکه په خبره یې "طالبان د دی مالي مېکانېزم برخه نه‌دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د افغانانو له کنګل شویو شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارد ډالر به ډېر ژر د "افغان وجهي صندوق" له لارې دوی ته ور وګرځوي.

د دغه وزارت ویاند نید پرایس د سپټمبر پر ۱۴مه د یوې خبرې ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې دا شتمني به سویس ته انتقال کړي او طالبان به ورته لاسرسی و نه‌لري.

نوموړي وويل: "طالبان د دې مالي مېکانېزم برخه نه‌دي او د پیسو ازادېدل د افغانانو په ګټه دي، له دې شتمنیو به په واضیح توګه ساتنه کېږي او له بې ځایه مصرف او ناوړه استفادې څخه د ساتنې لپاره به یې تفتیش کېږی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، دوی د دې شتمنیو د ازادولو تر څنګ له عامو افغانانو سره د یو میلیارد ډالرو بشري مرستو په برخه کې هم له نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک سره کار روان کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرايس
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرايس

ښاغلي پرايس وويل: "د دی زېرمې د ازادولو په برخه کې زموږ د رهبری رول ترڅنګ، متحده ایالات به د یو ستر مرسته کونکي هېواد په توګه له افغانانو سره بشری مرستو ته دوام ورکړی. دا هڅې په څو برخو کې روانې دي، د متحده ایالاتو له‌خوا له افغانانو سره د ۸۱۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې ترڅنګ، موږ له نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک سره کار کوو ترڅو له افغانانو سره د بشري مرستو او د دوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو میلیارد ډالر برابر کړي."

"د متحده ایالاتو له‌خوا له افغانانو سره د ۸۱۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې ترڅنګ، موږ له نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک سره کار کوو"

دغه امریکایي چارواکی که څه هم د افغانستان بانک د دغو کنګل شویو شتمنیو د انتقال په اړه مشخصه نېټه نه په ډاګه کوي خو په خبره یې، دوی د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو څخه د ۳،۵ میلیارد ډالرو د انتقال لپاره د سویس د بهرنیو چارو فدرالي ادارې FDFA سره کار کوي او دغه اداره به د افغانستان بانک دا کنګل شوې شتمنۍ د BIS نړیوال بانک له لارې افغاانو ته ورګرځوي.

خو د سویس د بهرنیو چارو فدرالي ادارې FDFA بیا په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې، د افغانستان بانک هم کولای شي چې په اوږد مهال کې ددې پیسو نه استفاده وکړي خو دا به هغه مهال شوني وي چې پر افغانستان بانک سیاسي نفوذ نه وي او د دې شتمنۍ څخه د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره مشخص کنټرول رامنځته کړي.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک

په دې خبرپاڼه کې راغلي: "د اوږد مهال لپاره د بنسټ وړاندیز دا دی چې نه مصرفیدونکې ذخایر باید د افغانستان بانک ته انتقال شي. دا به هغه مهال شوني وي چې د افغانستان بانک په ډاډ او اعتماد سره دا ثابته کړي چې سیاسي نفوذ پرې نه‌شته او دا اطمينان رامنځته کړي چې د پیسو د تطهیر او ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره یې مشخص کنټرول رامنځته کړی او د بهرنیو اړتیاوو د ارزونې لپاره مشخص څارونکی مېکانېزم لري."

‏ د سویس د بهرنیو چارو فدرالي ادارې به د تصفیې نړیوال بانک (BIS) کې یو حساب پرمخ وړي.

BIS یو تاسیس شوی نړیوال مالي سازمان دی چې په سویس کې مېشت دی، چې مرکزي بانکونو، پولي چارواکو او نړیوالو مالي موسسو ته د بانکي خدماتو په ګډون مالي خدمتونه وړاندې کوي.

امریکا وروسته له یو کال زیاتې مودې د افغانستان بانک د کنګل شویو شمتنیو لپاره د «افغان وجهي صندوق» اعلان په داسې حال کې وکړ چې، دا مهال د همدغو شتمنیو د کنګلېدو له امله افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخ او د دې کړکېچ د کنټرول لپاره هېڅ ډول اقتصادي پشتوانه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او دوی غواړي چې پر دې اسعارو لګول شوي بندیزونه لرې شي.

د افغانستان بانک چې د طالبانو تر واک لاندې دی ویلي، په نا مرتبطه برخو کې د دغو زېرمو تخصیص او کارونه دوی ته د منلو نه‌دي او غواړي چې په دې اړه له سره غور وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG