د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ لپاره د ټاکل شوي بورډ صلاحيت څه دی؟


ډاکټر انورالحق احدي
ډاکټر انورالحق احدي

د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل کړیو پیسو درې نیم میلیارد ډالره په سویس کې یوه صندوق ته واستوي.

له افغانستان سره د مرستې د صندوق بورډ به، چې د دوو افغان شخصیتونو ډاکتر انور الحق احدي او ډاکتر شاه محرابي په شمول څلورغړي لري، دا پیسې په مهمو برخو لګوي.

ښاغلی احدي پخوا د افغانستان د مالیې وزیر و او ښاغلی محرابي د افغانستان بانک د عالي شورا غړی دی.

د راپورونو له مخې، دا صندوق به له دې پیسو د افغانستان د برښنا پورونه، نړیوالو بنسټونه ته د افغانستان پور، په پراختیایي برخو کې د مرستو او د پیسو د چاپ لګښت ورکوي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون (د سپتمبر په ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، له افغانستان سره د مرستو صندوق به دا درې نیم میلیارده ډالر د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره ساتي او پر مشخصو هدفونو به یې لګوي.

عصمت څاروان په دې اړه د دغه نوي جوړ شوي بورډ له غړي ډاکتر انور الحق احدي سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي: تاسو په هغه بورډ کې شامل یاست چې په سویس کې د افغانستان د پیسو د څارنې لپاره جوړ شوی دی، لومړی د دغه بورډ د صلاحیت او د کار د ساحې په اړه مالومات راکړئ:

د ښاغلي انور الحق احدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG