د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د نړيوال بانک سروې: افغانستان کې د ژوند شرايط لا پسې سخت شوي دي


يو شمېر افغان مېرمنې چې د ډوډۍ د پيدا کولو په موخه ناستې دي، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې چې د ډوډۍ د پيدا کولو په موخه ناستې دي، انځور - ارشيف

د نړیوال بانک یوه تازه سروي ښېي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط لا هم سخت دي او د دې هېواد دوه په درې برخه اوسېدونکي په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم په‌کې شامل دي.

د کونړ اوسېدونکی احمد شاه چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګټونکی دی وایی، په وروستیو کې د کارونو نشتوالي له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړی دی.

نوموړی وايي: " کارونه نه‌شته،د کار زمینه خلکو ته برابره نه‌ده، د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي، مخکې به د یوې کورنۍ درې، څلورو کسانو دنده درلوده، خو خلکو دندې له لاسه ورکړي او زیات شمېر کورنۍ یو کس ته ور ترغاړه دي."

" کارونه نه‌شته،د کار زمینه خلکو ته برابره نه‌ده، د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي"

دی له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې د ژوند شرایط سخت، بې‌کاري او بې‌وزلي زیاته شوې ده.

تازه نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې په دې اړه د خپلې کړې سروې پایلې شریکي کړې دي.

په سروې کې موندل شوي چې، په افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي او د دې هېواد دوه په درې برخه اوسېدونکي په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم په‌کې شامل دي.

افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې او په اړه يې نړيوالې اندېښنې په ډېرېدو دي، انځور - ارشيف
افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې او په اړه يې نړيوالې اندېښنې په ډېرېدو دي، انځور - ارشيف

دغه سروې چې د روان ۲۰۲۲ میلادی کال د جون او اګست میاشتو ترمنځ ترسره شوې، ښېي چې له سیاسي ناورین یو کال وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت بدل شوی دی.

په ټوله کې، دا سروې په افغانستان کې د خلکو د ژوند یو تیاره انځور وړاندې کوي، ځکه خلک کافي خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري او شته حالت پر اقتصادي وضعیت او د افغانانو، په ځانګړی ډول د ښځو او نجونو پر ژوند منفي اغېز کړی.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د ریسې ملینډا ګوډ له قوله راغلي دي: "د ژورې اندېښنې وړ ده کله چې ګورو لا هم په افغانستان کې ډېری کورنۍ له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زده‌کړو ته لاس‌رسی نه‌لري، په ځانګړي ډول نجونې له زده‌کړو راګرځول شوي، د طالبانو سرپرسته اداره باید د خوراکي توکو د اړتیاو د پر ځای کولو لپاره محسوس ګامونه پورته کړي، لومړني روغتیایي خدمتونه برابر کړي او دا باور رامنځته کړي چې خصوصي سکتور کولی شي د دندو د پیدا کولو په برخه کې رول ولوبوي، په ځانګړی توګه د هغو ځوانانو لپاره چې بې‌کاره دي."

کله چې ګورو لا هم په افغانستان کې ډېری کورنۍ له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ دي"

اغلې ګوډ خبرداری ورکړی چې له دې پرته به د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو هوساینه له جدي خطر سره مخ شي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې اقتصادي ستونزې مني خو لامل یې د نړۍ هېوادنه بولي ځکه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره د افغانستان پانګې یې کنګل کړي او پر افغانستان بانک یې بندیزونه لګولي دي.

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اقتصادي ستونزې شته، خو عامل یې د امریکا په ګډون د ګڼو هغه هېوادونو ناسمه پالیسي ده چې د افغانستان په برخه کې یې لري، اقتصادي بندیزونه یي لګولي او دا هېواد نه پرېږدي چې اقتصادي ستونزې حل کړي او پروژې پیل کړي له بده مرغه د بشر سره د خواخوږۍ چیغې هم د هم‌دوی له لوري وهل کېږي او له بشر سره دښمنۍ هم دوی کوي."

"اقتصادي ستونزې شته، خو عامل یې د امریکا په ګډون د ګڼو هغه هېوادونو ناسمه پالیسي ده"

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمني له پیل راهیسې نږدې پنځلس میاشتې تېریږي خو حکومت یې هیڅ دولت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د افغانستان بانک نږدې نهه ملیارډه پانګه ګنګل شوې ده.

د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو ویلي تر هغه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژنې تر څو چې یې ټول ګډونه حکومت نه وي جوړ کړی او د ښځو او نجونو په ګډون یې د ټولو اتباعو حقوق نه وي پر ځای کړی.

که څه هم طالبانو خپل حکومت ټول ګډونه بللی خو نړیوالو ته د منلو نه‌دی، دغه شان له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې دوی تړلي او ښځو ته د کار او له شرعي محرم پرته د سفر او نورو عمومي محلونو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG