د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

راپور: ځینې افغانان د کار د لاسه ورکولو له امله رواني ستونزو سره مخ شوي


د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت منفک شوې کارکوونکې
د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت منفک شوې کارکوونکې

د کډوالو نړیوال سازمان یو نوی راپور ښیي چې په افغانستان کې د لومړنیو او بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ټولې شوې لاسته راوړنې د له لاسه تلو په حال کې دي.

شهلا په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه او واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته هم دوه میاشتې خپلې وظیفې ته ولاړه، خو یو کال مخکې طالبانو په کور کېنوله او ژمنه یې ورسره وکړه چې میاشتنی معاش به یې په منظم ډول ورکوي.

خو شهلا، چې د کورنۍ سرپرسته ده وایي، په دی موده کې هېڅ تنخوا نه ده ورکړل شوې او د کورنۍ اقتصادي ستونزو یې رواني فشار ډېر کړی.

هغه زیاتوي: "سون توکي نه لرو، چري نه لرو، د کور کرا راباندې ده، د ماشومان پلار مې ناروغ دی، په کور کې پنځه – شپږ کسه یو. سهار یې چې خورو د شپې په فکر کې یو او شپه چې ډوډۍ خورو د سهار په فکر کې یوو. دا لسګونه زره کسان یې چې بایومټریک کړي، یوه ته یې هم معاش نه دی ورکړی."

هغه سروي چې تازه د کډوالو نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې په مرسته د سمویل هال څېړنیز بنسټ له لوري، پر افغانانو د اقلیمي بدلون، رواني وضعیت او په کور دننه له خپلو سیمو د بېځایه کېدو د اغېزو په اړه شوې، په څېړنه کې ډېری پوښتل شویو کسانو ویلي چې رواني وضعیت یې خراب شوی او د اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه سروې چې په کابل، هرات او ننګرهار کې ترسره شوې او په کې له ۲۱۵ کسانو سره خبرې شوې، ښیي چې تېر کال د جمهوریت له سقوط وروسته د بشري ناورین رامنځته کېدو او بې کارۍ نارینه وو ته رواني ستونزې پیدا کړي.

د دې سروې په یوه برخه کې راغلي چې: "د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګست میاشتې راهیسې ښځې، په ځانګړي ډول دوه میلیونه کونډې له سختو ننګونو سره مخ شوي، سختې بې وزلۍ او کاري محدودیتونو د ښځو ګټه وټه له ستونزو سره مخ کړې."

دغه سروې چې د روان کال په اوړي کې ترسره شوې، ښیي چې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر تګ راتګ او کار رامنځته شویو محدویتونو ان هغه ښځې هم له کاره بې برخې کړي چې د کالو مینځلو، کور او دفترونو د صفایۍ، بادامو او جلغوزو سپینولو په برخه کې یې کار کاوه او د خپلو کورنیو لپاره یې پیسې ګټلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه د دغه سروې په اړه د د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په تړاو یې تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و: "دلته باید خلک حقوق د اسلام له زاویې مطالعه او له موږ یې غوښتنه وکړي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د خلکو د اقتصادي ستونزو په اړه هم مجاهد مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره منلې وه خو ویلي و، لامل یې د امریکا په ګډون د افغانستان د بېلابېلو هېوادونو ناسمې پالیسانې دي چې د ده په خبره پانګې یې کنګل کړي او اقتصادي بندیزونه یې لګلولي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان سروې موندلې چې د کورنۍ د ښځینه او نارینه سرپرستانو بېکاره کېدو او د کورنۍ اقتصادي ستونزو کورنی تاوتریخوالی هم ډېر کړی او دې تاوتریخوالي تر ټولو ډېر پر ښځو اغېزه کړې ده.

د دغه سازمان په دی راپور کې راغلي چې اوس ډېری کسانو له ښارونو بېرته کلیو او بانډو ته مخه کړې، ځکه خلکو رسمي او دولتي دندې له لاسه ورکړي او عادي کارونو ته یې مخه کړې.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو نېږدې شپاړس میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د دوی حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، چې مهم لامل یې د یو ټولګډونه حکومت نه جوړول او د بشري حقونو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو د حقونو نقض ګڼل شوی دی.

له دې امله نړیوالو له طالبانو له حکومت سره نېغ په نېغه مرسته نه کوي، خو له افغانانو سره یې بشري مرستې جاري ساتلې دي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG