د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

افغانستان کې ناسم اقتصادي وضعيت؛ کابل کې د ليلامي جامو بازار ګرم دی


افغانستان کې د ليلامي جامو بازار - ارشيف
افغانستان کې د ليلامي جامو بازار - ارشيف

یو شمېر کابل مېشتي وايي، سږ کال یې اقتصاد ښه نه‌دی او هڅه کوي چې په ژمي کې ګرمي جامې له لیلامي وپېري.

ظریفه سینمايي پامیر چې په کابل د لیلامي یو له لویو بازارونو دی راغلې وايي، تېرو کلونو کې به یې خپلو اولادونو ته په ژمي کې نوې جامې اخیستې، خو سږ کال یې د اخیستلو توان نه‌‌لري.

نوموړې وايي: "د لیلامي جامو بیې هم سږ کال پورته دي، په لوړه بیه یې د اخیسلتو توان نه‌لرو. له همدې لس افغانیو او شل افغانیو والا یې اخلم. کار روزګار نه‌شته، مجبور یو، که نه مخکې مو له ښو دوکانونو اخیستل."

"د لیلامي جامو بیې هم سږ کال پورته دي، په لوړه بیه یې د اخیسلتو توان نه‌لرو."

د کابل یو بل اوسېدونکی حبیب هم له خپلو کوچنیو خویند او وروڼو سره د لیلامیو په یوه دوکان کې پتلون او جاکټ لټوي.

نوموړي راډیو ته یې وویل: "دلته راغلی یم چې کوم ارزانه پتلون او جاکټ پیدا کړم. سږ کال مو اقتصاد ښه نه‌دی. د ځان او خویندو، وروڼو لپاره مې له همدې لیلامیو جامې اخلم."

لیلامي پلورونځیو یا د دویم لاس جامو پلورونکو په هټیو کې د هر فصل جامې د هر عمر لرونکو لپاره پیدا کېږي.

افغانستان کې د ليلامي بازار - ارشيف
افغانستان کې د ليلامي بازار - ارشيف

هغه جامې چې په نورو هېوادونو کې یو ځل کارول شوې وي او په ډېره کمه بیه د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي.

په ورته وخت کې لیلامي پلورونکي بیا شکایت کوي چې بازار یې ښه نه‌دی، ځکه د دوی په خبره، سږ کال ان خلک د لیلامي جامو د اخستو توان هم نه‌لري او په ډېره کمه بیه یې غواړي.

یو تن لیلامي پلورونکی عصمت‌الله وايي: "خلک د دې توان نه‌لري چې لیلامي هم واخلي. د خلکو اقتصاد خراب دی، دلته راځي خو یو لباس چې پنځوس افغانۍ هم ورته ووایوو، د اخستو توان یې نه‌لري."

افغانستان کې يو ليلامي بازار - ارشيف
افغانستان کې يو ليلامي بازار - ارشيف

یو بل لیلامي پلورنکی قیس احمد هم وايي: "که څه هم د خلکو اقتصادي حالت خراب دی او د پېرېدو ډېر توان نه‌لري، خو د نورو کلونو په پرتله خلک زیات راځي، ځکه د خراب اقتصاد له امله نه‌شي کولای نوې جامې واخلي."

په کابل کې د لیلامي پلورونکو هټۍ په بېلابېلو ځایونو کې شته.

لیلامي پلورونکي وايي، دوی لیلامي جامې له نورو هېوادونو افغانستان ته را واردوي.

د جلدي ناروغیو ډاکټران سپارښتنه کوي، چې د جلدي ناروغیو د مخنیوي لپاره باید لیلامیو کې هر ډول اخستل شوي جامې له اغوستلو مخکې په ګرمو اوبو او وینځونکو توکو ومینځل شي او لمر ته واچول شي.

XS
SM
MD
LG