د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

ای او ایم: د کوچینو سوداګریو ۶۵ سلنه افغان کارکوونکي له دندو لرې شوي


ارشیف: په بدخشان کې د چرګانو یو فارم
ارشیف: په بدخشان کې د چرګانو یو فارم

د کډوالو نړیوال اداره وايي چې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې په افغانستان کې د وړو یا کوچینو سوداګریو ۶۵ سلنه کارکوونکي له دندو لرې شوي دي.

سعیده غزنيواله هغه ښځه ده چې د افغاني جامو د ډیزاین او ګنډلو کاروبار یې درلود.

نوموړې وايي، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ مخکې يې له کوچني سوداګریز کاروبار د کلي ښځې هم ګټه وړله، خو په خبره یې، اوس يې هغه پخوانی خوند نه دی پاتې.

سعیدې ازادي راډيو ته وویل، د وړو یا کوچینو سوداګریو سوداګر د کورنیو او بهرنیو سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: "زموږ اقتصادي وضعيت هم خراب شوى. موږ ښځینه کارکونکو ته معاش نه شو ورکولای. په ٢٠۲١ کال کې زموږ کاروبار سقوط وکړ. موږ اوس بل دوکان نیولی دی خو دومره پلور نه لرو چې کاریګرو مېرمنو ته معاش ورکړو د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی. موږ ډېرخوشحالېږو که کورني او بهرني بنسټونه له متشبثینو سره مستقیمه مرسته وکړي."

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو نړیوال سازمان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي، څو وکولای شي چې خپل اوسني کارکوونکي وساتي او د نورو لباره هم د کار زمینه برابره کړي.

د دغه سازمان د ټوېټ په یوې برخه کې دا هم ویل شوي، چې د ۲۰۲۱کال له دوبي راهیسې د وړو یا کوچینو سوداګریو ۶۵ سلنه کارکوونکي له دندو لرې شوي دي.

په همدې حال کې په کابل کې د چرګانو د يوه فارم او د غوښې او هګيو د یو کوچني توليدي شرکت مسوول صمد علي وايي، پخوا ده سره لسو کسانو کار کاوه چې اوس بې دندو شوي دي.

ارشیف: په افغانستان کې د چرګانو یو فارم
ارشیف: په افغانستان کې د چرګانو یو فارم

نوموړي وویل، د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د کار بازار په ټپه درېدلی او دا مهال يوازې دوه کارکوونکي لري.

هغه زیاته کړه: "دا یو ډېر ښه نظر دی که چېرې مرستې وشي موږ کولی شو کوچنۍ سوداګرۍ بیا فعالې کړو، په دې صورت کې بیا په دې توانېږو چې خپل تولیدات په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کړو، په دې کار سره هم خلکو ته زموږ سوداګري ګټوره تمامېږي او هم موږ خپله ګټه کوو."

که څه هم د وړو سوداګریو درلودونکي پانګخه وال او د کډوالو نړیوال سازمان د بازارونو له سوړ وضعیت او د لویو او وړو تولیدي شرکتونو د کارکوونکو د وزګارېدو په اړه اندېښنه لري، خو د طالبانو حکومت په ډېر شمېر د نویو سوداګریزونو جوازونو د وېش خبره کوي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته دوی ۶۵۰۰ نوي سوداګریز جوازونه وېشلي دي او یوازې ۳۷۸ پخواني جوازونه لغوه شوي دي.

خو نوموړي د پخوانیو او نویو وېشل شویو ټولو جوازونو د مجموعي شمېر په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بې وزلي او بې روزګاري ډېره شوې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور پر بنسټ، د ۱۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۴.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG