د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

جوزيپ بوريل: افغانستان له خلکو هېر دی او د رسنيو په سرليکونو کې نه‌راځي


ارشيف
ارشيف

د اروپايي ټولنې د امنیتي پالیسیو او بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل وايي، افغانستان نور د رسنیو د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نه لري او له پامه اچول شوی دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې اوس هم د تېر په څېر ستونزې شته، خو هېڅوک یې په باب خبرې نه‌کوي.

جوزیپ بوریل پرون سې شنبه، په بروکسل دې د اروپايي ټولنې د سفیرانو په کلني کنفرانس کې دا خبره وکړه.

نوموړي وويل: "تېر کال ټولو پر افغانستان خبرې کولې. افغانستان یوه لویه موضوع وه، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې مو په یاد و، خو اوس افغانستان چېرې دی؟ نور د ورځپاڼو د لومړیو مخونو په سرخطونو کې نه‌شته. داسې ښکاري لکه افغانستان چې هېڅ نه‌وي. اوس هم هغه ستونزې شته، خو هېڅوک یې په باب خبرې نه‌کوي."

د بوریل په خبره، په نړۍ کې د نویو بحرانونو له پیلېدو سره، داسې ښکاري چې مخکېني بحرانونه حل شوي، حال دا چې حقیقت داسې نه‌دی.

جوزيپ بورل
جوزيپ بورل


د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشت پورې، کله چې د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتل، افغانستان لا هم د نړیوالو رسنیو په سرخطونو کې و.

کله چې پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل پیل شو، اوکراین د ټولو رسنیو په سرخطونو کې راغی او د نړیوالو د پام په مرکز بدل شو.

"خامخا له افغانستانه د نړۍ پام اړوي. زیات تغییر ورکوي."

غوث جانباز چې په روسیه کې یې د افغانستان د سفارت د ډیپلومات په توګه دنده ترسره کړې وايي: "څرنګه چې لوبه ډېره لویه ده او زیاتې منافع په‌کې متمرکزې دي، هم سیاسي، هم اقتصادي او هم مالي، هم بشري، هم فرهنګي او هم تمدني، نو خامخا له افغانستانه د نړۍ پام اړوي. زیات تغییر ورکوي. دغه پام چې نړۍ باید افغانستان ته کړی وای، په داسې شرایطو کې چې پر افغانستان یوه ډله حاکمه ده چې تر اوسه مشروعیت نه‌لري، نو د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په ټولیزه توګه، لږ تر سیورې لاندې راغلی دی."

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

له افغانستان سره نړیوالې مرستندې وځنډول شوې، اقتصادي بحران په‌کې ژور شو او د څه کم ۱۵ میاشتو له تېرېدو وروسته هم دا ستونزې حل شوې نه‌دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG