د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

خلک او سوداګر: ژر تر ژره دې د سپين بولدک - چمن دروازه پرانيستل شي


د سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف
د سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف

یو شمېر خلک او سوداګر د طالبانو او د پاکستان له حکومتونو غواړي چې ژر تر ژره دې سپین بولدک دروازه پرانیزي.

روح الله څلور ورځې کېږي چې د خپلې ناروغې مور سره د سپین بولدک دروازې شاته بند پاتې دی.

هغه وايي، غواړي خپله ناروغه مور پاکستان ته انتقال کړي.

د تخار ولایت دغه اوسېدونکی وايي، له خپلې ناروغې مور سره د سپین بولدک دروازې ته څېرمه په یوه هوټل کې شپې او ورځې تېروي ترڅو دغه دروازه پرانیستل شي او خپله مور پاکستان ته بوځي.

موږ له دولت او د پاکستان نه غواړو چې دغه لاره زر تر زره پرانیزي، هغوی باید کېني او سوله وکړي"

نوموړی وايي: "ستونزې دې څه وکړم مجبوري ده، دلته پاتې یو او دروازه هم بنده ده، څلور ورځې کېږي چې دلته یو، هغوی وايي جنګ شوی نو موږ هم دلته ورته ناست یو، موږ له دولت او د پاکستان نه غواړو چې دغه لاره زر تر زره پرانیزي، هغوی باید کېني او سوله وکړي، د دې لپاره چې موږ په زیاتو ستونزو کې یو."

محمد وزیر چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی نوموړې هم د روح الله په څېر خپله ناروغه مور غوړاي پاکستان ته انتقال کړي.

نوموړی وايي، په دغه څو ورځو کې ورته نه پيسې پاتې شوې او نه هم د خوړلو لپاره څه.

د غزني ولایت دغه اوسېدونکی وايي، د ماشومانو په ګډون ډېرې مېرمنې دلته په سړې هوا کې دې ته منتظرې دي چې دغه لاره پرانیستل شي.

نوموړی وايي: "مجبوري ده، نه پېسې شته چې په هوټل کې ډوډۍ وخورم او دروازه هم بنده ده."

يو شمېر خلک د سپين بولدک - چمن دروازې سره منتظر ولاړ دي.
يو شمېر خلک د سپين بولدک - چمن دروازې سره منتظر ولاړ دي.

د سپین بولدک دروازه د اقتصاد له پلوه هم مهمه ده.

د افغانستان او پاکستان د صادارتو او وارداتو یوه برخه توکي د دې دروازې له لارې انتقالیږي.

عبدالحد چې د سپین بولدک له لارې صادارت او واردات کوي وايي، که د دغې دروازې تړل کېدل دوام وکړي افغان سوداګرو ته به زیات مالي زیان واړول شي.

نوموړی وايي: "دا زموږ د صاداراتو او وارداتو او همدا راز دخلک د تګ راتګ لپاره ډېر لوی بندر دی، که د دغې دروازې تړل کېدل دوام وکړي افغان سوداګرو ته به میلونونو ډالره زیان ورسیږي."

د دغې دروازې تړل کېدل دوام وکړي افغان سوداګرو ته به میلونونو ډالره زیان ورسیږي."

موږ هڅه وکړه چې ددغې دروازې د تړل کېدو د دوام په صورت کې د اغېزو په اړه چې څومره افغان سوداګر به زیانمن کړي جزییات ترلاسه کړو خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د سوداګرۍ خونې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې د راپور تر خپرېدو ځواب نه‌کړې.

خو له دې وړاندې د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې ددغې دروازې تړل کېدل به د سوداګرو زیات مال له کاره وباسي کړي.

يو شمېر خلک چې د سپين بولدک - چمن دروازه کې منتظر دي، انځور - ارشيف
يو شمېر خلک چې د سپين بولدک - چمن دروازه کې منتظر دي، انځور - ارشيف

د سپن بولدک دروازه تېره اونۍ هغه مهال دپاکستان د حکومت له‌خوا وتړل شوه چې یو وسله‌وال کس په پاکستاني پوځیانو برید وکړ چې په ترڅ کې یې یو کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

اوس پاکستان چارواکي وايي، تر هغې چې د طالبانو حکومت هغه وسله‌وال کس دوی ته نوي سپارلی دغه دروازه به تړلې وي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر واخلو خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد، د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي،د سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام او د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ددې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو له دې وړاندې ذبیح الله مجاهد د عقرب میاشتې په ۲۴ مه په خپل ټویټر لیکلي و چې د دې مسلې دڅېړلو لپاره یو لوړ رتبه پلاوی ټاکل شوی.

XS
SM
MD
LG