د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

کندهار سوداګرۍ خونه: د سپين بولدک – چمن دروازې دواړه غاړو ته سلګونه بار موټرې ولاړې دي


سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي د سپین بولدک - چمن ترمنځ لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په وچه او تازه مېوه، سبزجاتو او نور خوراکي او غیر خوراکي توکیو بار سلګونه موټرې ولاړ دي.

د سوداګرو په وینا که د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار ژر خلاصه نه‌شي نو مېوې او نور توکي به يې خراب شي او سخت زیانونه به ورته واوړي.

دغه راز یو شمېر مسافر چې ناروغان هم ورسره دي دامهال د کندهار په هوټلونو او اډو کې د لاري خلاصېدو ته انتظار کوي.

نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00
XS
SM
MD
LG