د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د طالبانو حکومت: پر پاکستاني ځواکونو د بريد په تړاو مو څېړنې پيل کړي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت وایي، پر پاکستاني سرحدي ځواکونو د یو نامعلوم وسله‌وال له‌خوا د برید په تړاو یې څېړنې پیل کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې، د دې پېښې د څېړلو لپاره یې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی.

د مجاهد د ټویټ په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو حکومت به هڅه وکړي چې له دې وروسته ورته پېښې رامنځته نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې له پېښې وروسته پاکستان د چمن سرحدې لار تړلې ده.

په چمن کې د پاکستان کمېشنر عبدالحمید زهري امریکا غږ ته ویلي، تر هغو چې طالبان د دوی د عسکر قاتل ور ونه سپاري، د چمن لار به تړلې وي.

د افغانستان په جنوب کې دا سرحدي لار د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۲۲مه نېټه هغه مهال وتړل شوه چې یو وسله‌وال کس د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړې چې په پایله کې یې یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.

که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې ظاهراً یو طالب وسله‌وال په پاکستاني عسکرو ډزې کوې.

پاکستاني سرحدي مسولینو رسنیو ته ویلي چې د چمن سرحدی لار پرون د لنډ مهال لپاره د خلکو پر مخ پرانیستل شوه، خو په دروازه هیڅ سوداګریزې لارۍ ته د تېرېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

وړاندې له دې یو شمېر افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دوی سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی.
وړاندې له دې یو شمېر افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دوی سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی.

په همدی حال کې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ په بهرنیو چارو کې د پاکستان د حکومت له وزیرې، حنا رباني کهر سره افغانستان ته د خپل سفر په اړه خبرې کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ډار ویلي چې هېواد یې تل له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او له روانو ستونزو د راوتو لپاره د داسې یو چوکاټ جوړېدو ته لېواله دی چې په مرسته یې افغانستان له اوسنیو ستونزو راووځي.

وړاندې له دې یو شمېر افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دوی سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی.

له دې پېښې وړاندې داسې ویډیوګانې هم پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې پر پوله تېرېدونکو یو شمېر افغان مېرمنو د پاکستاني سرحدي ځواکونو ناوړه چلند ښیي.

XS
SM
MD
LG