د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

پاکستان په دې هېواد کې د افغانانو په ګډون ټولو بهرنیانو ته خبرداری ورکړی


د چمن دروازې یوه څنډه
د چمن دروازې یوه څنډه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه پرېکړې هغه افغانان اندېښمن کړي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یاد هېواد ته ورغلي او غواړي د پاکستان له لارې د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه او نورو رسمي ادرسونو هغو بهرنیانو ته خبرداری ورکړی چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې، خو لا هم په دې هېواد کې پاتې دي.

د یاد وزارت په وینا که دا کسان د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې مخکې له پاکستان څخه ونه وځي، وروسته په درې کاله بند محکومېدلای شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دې پرېکړې هغه افغانان اندېښمن کړي چې د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي او بېلابیلو لوېدیځو هېوادونو ته د تګ اراده لري.

پاکستان ته تللی یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي، د نومبر په میاشت کې پاکستان ته تللی او اوس یې د ویزې موده پای ته رسېدلې.

نوموړی وايي، سره له دې چې د ویزې د تمدید غوښتنه یې کړې، ویزه یې نه ده تمدید شوې او د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړی دی.

هغه وویل: "دا ډېره یوه جدي ستونزه ده او یوازې زه نه، ټول افغانان یې اندېښمن کړي دي. زما دوستان چې د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې ژوند کوي، ټول په تشویش کې دي چې د دوی برخلیک به څنګه کېږي. که دا قانون تطبیق شي، ټولو ته به ستونزې جوړې کړي."

ارشیف: په چمن دروازه کې یو پاکستانی سرتېری د هغه افغان اسناد ګوري چې دغه هېواد ته روان دی.
ارشیف: په چمن دروازه کې یو پاکستانی سرتېری د هغه افغان اسناد ګوري چې دغه هېواد ته روان دی.

په پاکستان کې یو بل افغان چې دی هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته یې وویل، د پناه غوښتنې قضیو نامعلوم برخلیک، اقتصادي ستونزو او د پاکستاني حکومت تازه پرېکړې دی او نور افغانان له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: "د پاکستان حکومت د ویزو پروسه د افغانانو لپاره ډېره سخته کړې ده، خلکو ویزې په ډېرې سختۍ او ډېرو پیسو اخلي، خو چې وخت یې تېر شي، تمدیدوي یې نه. هر وخت یې افغانانو ته ستونزې جوړې کړې دي. په ډېرو ځایونو کې یې راګرځولي دي، بد چلند ورسره شوی او ځینو شکایت کړی چې پیسې ترې اخیستل شوي دي. ټوله پروسه ګډوډه ده او افغانان دلته له ډېرو اقتصادي او رواني فشارونو لاندې دي."

پاکستان ته تللي افغانان د دې هېواد له حکومت څخه غواړي چې دوی ته دې دومره فرصت ورکړي چې د کډوالۍ قضیې یې بشپړې او خپل مقصد ځایونو ته لاړ شي.

د ازادي راډیو خبریال په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت څخه هم وپوښتل، خو د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا تکل په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې له اعلان مخکې هم ګڼو افغانانو ادعاوې کړې وې چې د پاکستاني پوځيانو له لوري ځورول شوي او زنداني شوي دي.

د ښځو او ماشومان په ګډون سلګونه افغانان د پاکستان زندانونو کې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:29:18 0:00

افغان کډوالو او مسافرو سره د پاکستان حکومت ناسم چلند ځورونه او نیونه بیا د طالبانو او د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په شمول له غبرګونونو سره مخ وه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستاني پولیسو له خوا په هغه هیواد کې د افغانانو زنداني کول غندلي و.

کرزي ویلي یې و چې پاکستان باید افغان کډوالو سره د نړیوالو اصولو او بشري حقونو سره سم چلند وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG