د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

کاکړ: د پاکستان زندانونو کې ۱۲۰۰ اسناد لرونکي افغانان بندیان دي


د پاکستان د کراچۍ یو زندان
د پاکستان د کراچۍ یو زندان

د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو یوه مدافع وکیله وایي، په اوس وخت کې د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ هغه بندیان ساتل کېږي چې ډېری یې په هغه هېواد کې د قانوني اسنادو سره سره بندیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټیم ایم غړې او د بشري حقونو مدافع منیزه کاکړ وایي، د افغانانو د نیولو بهیر اوس هم روان دی او دوی هڅه کوي چې د پاکستان پولیس او امنیتي چارواکي د هغو کسانو نیول ودروي چې له قانوني لارې دې هېواد ته راغلي دي.

اغلې کاکړ د کراچۍ په زندان کې د یوه لوړ عمر لرونکي افغان مړینه هم تایید کړه او ویې ویل چې مړی یې تراوسه هلته له مسوولې ادارې سره دی څو په دې زندان کې یې د بندي زوی دوسیه بشپړه شوې نه وي او افغانستان ته یې د ډیپورټي امر شوی نه وي.

نوریاس نوري له اغلې کاکړ څخه د مرکې په پیل کې په پاکستان کې د افغان بندیانو د شمېر په اړه پوښتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:56 0:00
XS
SM
MD
LG