د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

کراچۍ کې د پنځو افغان سيمه‌ييزو سندرغاړو د خوشې کولې هڅې روانې دي


مخکې هم يو شمېر افغان موسيقي غږوونکو د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي وو، چې بيا هلته د مېشت سندرغاړو له اعتراضونو وروسته راخوشې شول. انځور - ارشيف
مخکې هم يو شمېر افغان موسيقي غږوونکو د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي وو، چې بيا هلته د مېشت سندرغاړو له اعتراضونو وروسته راخوشې شول. انځور - ارشيف

ټاکل شوې سبا سه شنبه د پاکستان د کراچۍ ښار، ښاري محکمه (سیټي کوټ) د هغو پنځو تنو افغان سیمه‌ییزو سندغاړو او موسیقي غږونکو په اړه پرېکړه وکړي، چې له قانوني اسنادو پرته هغه هېواد ته اوښتي او اوس بندیان دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هنري ټولنې مسؤلین وايي، تمه شته، چې دا کسان سبا خوشې شي، خو د دوی په خبره که خوشې نه‌شول، هنرمندان به یې په تړاو، په پېښور او کراچۍ کې اعتراضونه وکړي.

" افغانستان کې په موسیفۍ باندې بندیز دی او د دوی ژوند ښه نه‌دی"

په خیبر پښتونخوا کې د دې ټولنې مرکزي مشر راشد خان راشد ازادي راډیو ته وویل: "څنګه چې په پښتونخوا کې چې مخکې زموږ کوم ملګري ول، هغه یې بیا خوشې کړل، نو امید دی چې دوی هم خوشې، کړي، ولې افغانستان کې په موسیفۍ باندې بندیز دی او د دوی ژوند ښه نه‌دی، نو په دې وجه دوی راځي او دلته هنري هلې ځلې کوي.
که دوی خوشې نه شول نو موږ به بیا هم په پېښور کې احتجاج کوو او هم به په کراچۍ کې فنکاران راوځي د دوی خلاف."

ښاغلی راشد وايي، دغه افغان سیمه‌ییز سندغاړي دوه اوونۍ مخکې هغه مهال د پاکستاني پولیسو له‌خوا په کراچۍ ښار کې ونیول شول، چې د قانوني اسنادو له نه درلودلو پرته، د کوټې له لارې پاکستان ته اوښتي ول.

په خیبر پښتنخوا کې د هنري ټولنې مشر راشد خان راشد
په خیبر پښتنخوا کې د هنري ټولنې مشر راشد خان راشد

خو په کراچۍ کې د دغه ټولنې مسؤل شمس ازادي راډیو ته وویل، چې د شنبې په ورځ هم یو افغان هنرمند په کراچۍ کې د پولیسو له‌خوا په ورته تور نیول شوی دی.

د نوموړي په خبره کوم کسان چې نیول شوي، صدیق، ناصر، نجیب، حاجي نبي، احمد ضیا او کبیر نوميږي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، په موسیقۍ بندیز ولګول شو، چې له امله یې ډېری افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي بېلابېلو هېوادونو ته کډه شول.

یو شمېر دغه سندرغاړي پاکستان ته ولاړل، چې مخکې هم د پاکستاني پولیسو له‌خوا دوی سره د ناسم چلند، نیونې او زورونې راپورونه خپاره شوي دي.

پاکستان په دې ورستیو کې افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر سخت کړی دی، دغه شان په افغانستان کې د طالبانو حکومت له یوې میاشتې راهیسې د پاسپورتونو د ورکړې بهیر هم درولی، چې خلک یې د سفر په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ارشيف
ارشيف

طالبانو مخکې افغان سندغاړو او موسیقي غږونکو سره د ناسم چلند ادعاوې رد کړي، خو په تېره کې په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو ګانې خپرې شوې، چې په‌کې لیدل کېدل یو شمېر وسله‌وال د موسیقي الې ماتوي او اور ور اچوي، دې کار د افغان هرمندانو او د ټولنیزو رسنیو د ډېری افغان کارونکو تند غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

ومو غوښتل د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نیول شویو افغان سیمه‌ییزو سندرغاړو د برخلیک په اړه په پاکستان کې د طالبانو حکومت د سفارت او په کابل کې د پاکستان سفارت د مسؤلینو نظر هم ولرو خو بریالي نه شولو.

خو په کراچۍ کې د هنري ټولنې مسؤل شمس وايي، دوی د افغان قونسلګرۍ له مسؤلینو سره خبرې کړي او د همکارۍ غوښتنه یې ترې کړې ده.

XS
SM
MD
LG