د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

افغان سندرغاړی مختار مجید ومړ؛سندرغاړو د هغه مړینه ستره ضایع بللې


مختار مجید
مختار مجید

مشهور افغان سندرغاړي او د 'باران' په نوم د موسیقۍ د ډلې پخواني غړي مختار مجید د مړینې له امله زیاتو خلکو خواشینې ښودلې.

هغه د شپېتمې لمریزې لسیزې په لومړیو کې د باران په نوم د موسیقۍ د مشهورې ډلې غړی و.

مختار مجید د پنجشنبې په ناوخته د سرطان ناروغۍ له امله په ۵۸ کلنۍ کې د امریکا په ویرجینیا کې وفات شو.

د مختار مجید د مړینې له امله د هغه د دورې او د هېواد ګڼو نورو مشهور سندرغاړو خواشینې ښودلې ده.

افغان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا چې د باران په ډله کې د ښاغاي مجید سره ډېرې سندرې ویلي، په خپله فېسبوک یې مختار مجید ورور، ملګری، همغږی او د نیم ژوند د خاطرو شاهد خطاب کړی دی.

ښاغلي دریا لیکلي: "ژړا مې نه پرېږدي چې څه ولیکم؟"

مختار مجید له زیاتې مودې وروسته د 'باران' ډلې تل پاتې سندره 'وطندار ګلم عیدت مبارک' له فرهاد دریا او قیس الفت سره بیا وویله - هغه سندره چې د موسیقۍ خوښوونکو له زیاتې ستاینې او هرکلي سره مخ شوې وه.

قیس الفت هغه ځوان افغان سندرغاړی چې ډېر کله غزلیزې سندرې وایي، د مختار مجید د مړینې په اړه یې په خپل فېسبوک پاڼه کې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

د دې تر څنګ نورو سندرغاړو وحید صابري، وحید قاسمي، اریانا سعید، وجیهه رستګار هم د ښاغلي مجید د مړینې په اړه خواشینې ښودلې ده.

د هېواد یوې بلې مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "یقیناً چې یوه ستره هنري ضایع ده، په ځانګړي توګه باران ډلې ته، ښایي سندرې یې تل د افغانستان د خلکو په زړونو کې پاتې شي، درنې کورنۍ ته یې تسلیت وایم، زښته زیاته پرې خواشینې شوم."

د هېواد مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې هم د نوموړي په مړینه خواشیني ښودلې.
د هېواد مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې هم د نوموړي په مړینه خواشیني ښودلې.

یو بل افغان سندرغاړي احمد ولي هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "مختار جان مجید له ځانه تل پاتې سندرې پرېښودې چې هېڅکله به مو هېرې نه شي او خاطرې به یې تل د افغانستان د خلکو په زړونو کې پاتې شي."

مختار مجید د شپېتمې لمریزې لسیزې په وروستیو کې په افغانستان کې د سیاسي ستونزو له امله امریکا ته کډوال شو او د ژوند تر پایه هلته اوسېده.

XS
SM
MD
LG