د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د پښتو ژبې افغان سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان مړ شو


د پښتو ژبې افغان سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان
د پښتو ژبې افغان سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان

د پښتو ژبې افغان سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.

نوموړي څه دپاسه ۶۰ کاله سندرې وویلې او د نورو هنرمندانو لپاره یې سندرې جوړې کړې.

د پښتو ژبې دغه پېژندل شوی سندرغاړی په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د خوست ښار د 'چینې کلا' په کلي کې زېږېدلی او د جمعې په ورځ ناوخته په کابل کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

د استاد ګل زمان د ورور میرمنې طاهرې ازادي راډيو سره په خبرو کې د نوموړي د مړینې پخلی وکړ: "هغه له زیات وخت راهیسې ناروغ وو، هغه د همدې ناروغۍ له امله ومړ."

خو هغې په ډاګه نه کړه چې ښاغلی ګلزمان کومه ناروغي درلوده؟

د استاد ګل زمان پر مړینې د افغانستان د موسیقۍ کورنۍ لږ تر لږه لسو ورځو کې د دوهم ځل لپاره د غم په ټغر کېناسته، نهه ورځې مخکې د هېواد بل مشهور سندر غاړی مختار مجید د سرطان ناروغۍ له امله په امریکا کې مړ شو.

د استاد ګل زمان پر مړینې د هېواد سیاسي او هنري څېرو د تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي او د تېر جمهوري حکومت د مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د استاد ګل زمان مړینه ستره صایع بللې او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

افغان سندرغاړی فرهاد دریا د هغې سندرې یوه برخه خپره کړې چې دی یوه ویډیو کې د استاد ګل زمان د لاسونو په کېکاږلو زمزمه کوي او له یو بل سره خاندي.

فرهاد دریا د دې ویډیو په خپرولو په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: "دا ستر انسان بې تمې راته ګران و، یو له هغو عزیزانو مې و چې پېژندل مې."

ښاغلي دریا د خپل پیغام په دوام کې لیکلي:"هر ځل به چې د ګلغونډۍ ارغوان ګل کېدل زما په غوږونو کې به د استاد سندرې ازانګه کوله."

اریانا سعید یوه بله افغانه سندرغاړې د استاد ګل زمان سندرې تل پاتې بولي او ستاینه یې کوي.

هغې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د دې لپاره چې ویې کړای شول د هغه ترڅنګ کېني او د هغه لس جوړې شوې سندرې ووایي، له امله یې ځان د نړۍ له بختورو سندر غاړو بولي.

یو بل ځوان افغان سندرغاړي شفیق مرید هم په خپله فیسبوک پاڼه د استاد ګل زمان پر مړینې خواشینې ښودلې.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر ناصر سرمست د استاد ګل زمان مړینه د هېواد موسیقۍ لپاره ستره ضایع بولي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر ناصر سرمست

نوموړی وايي: "د استاد ګل زمان مړینه د افغانستان د موسیقۍ لپاره ستره ضایع ده، د پاپ، حماسي او د افغانستان د پښتو موسیقۍ لپاره."

استاد ګل زمان په خپل هنري ژوند کې شااوخوا پنځه سوه سندرې ویلي دي.

هغه پوره یو کال مخکې د ۱۳۹۹ د کب په میاشت کې د تېر جمهوري حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د افغانستان د موسیقۍ د بابا لقب ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG