د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډېدو افغانان له جدي ستونزو سره مخ کړي


ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ متقاضیان
ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ متقاضیان

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د پاسپورټونو د وېش درېدلی بهیر نه دی پیل شوی.

فریده د کابل ښار اوسېدونکې ده.

هغه وايي، د خپل پلار د درملنې لپاره پاسپورټ ته بېړنۍ اړتیا لري.

نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.

فریدې ازادي راډیو ته وویل: "زما پلار زیات ناروغه دی. پاکستاني ډاکترانو راته ویلي چې په کال کې به یې درې ځلې پاکستان ته راولې، خو کله مې چې وغوښتل خپل پاسپورټونه تمدید کړو نو پروسه ودرول شوه. غوښتنه کوم چې ژر تر ژره د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شي."

مجید هم د کابل ښار اوسېدونکی دی.

دی بیا د روزګار نشتوالي له امله غواړي له هېواد ووځي او پاسپورټ ته اړتیا لري.

مجید ازادي راډیو ته وویل: "زموږ اقتصادي وضیعت ډېر خراب دی. له تېر یو نیم کال راهیسې مې کار نه دی پیدا کړی. هر کار ته مو چې اقدام وکړ نتیجه یې ورنه کړه نو پرېکړه مې وکړه چې هېواد پرېږدم څو په یو بل ځای کې د خپلې کورنۍ لپاره یو ګولۍ ډوډۍ پیدا کړم، خو د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې او نه پوهېږم چې کله به پیلېږي."

د پاسپورټ دغه غوښتونکي د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاسپورټونو د وېش درېدلې لړۍ بېرته پیل کړي.

ارشیف: په خوست کې د پاسپورټ متقاضیان
ارشیف: په خوست کې د پاسپورټ متقاضیان

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن نظر هم واخلي، خو نوموړي په دې برخه کې له خبرو کولو ډډه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورټ ریاست میاشت وړاندې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې درولې.

په دغه خبرپاڼه کې دوی د یاد بهیر د درېدو لامل تخنیکي ستونزې یادې کړې وې او د پاسپورټ له غوښتونکو یې غوښتي وو چې تر بلې خبرتیا پورې په تمه پاتې شي.

د دې ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې په ورځني ډول له څلور زرو نه تر پنځه زرو پورې د پاسپورټونو د وېش له امله د دوی د چاپ ماشینونه او ورسره نور تخنیکي وسایل ورځ تر بلې خپله وړتیا له لاسه ورکوي.

ورسته تر هغې چې طالبان بیاځلي پر افغانستان واکمن شوي، تر اوسه پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په مرکز او ولایتونو کې په څو ځلې درول شوې ده چې خلک یې له امله شکایت لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG