د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

پاسپورټ رياست: پنځ کلن پاسپورټونه بند او پر ځای يې لس کلن ورکول کېږي


ارشيف: کابل کې د پاسپورټ رياست مخې ته خلک د پاسپورټ اخيستلو ته انتظار دي
ارشيف: کابل کې د پاسپورټ رياست مخې ته خلک د پاسپورټ اخيستلو ته انتظار دي

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست په يو تازه اقدام کې له دې ورسته د پنځ کلن پاسپورټ پر ځای د لس کلن پاسپورټ وېش اعلان کړ.

د طالبانو د پاسپورټ ریاست نن دوشنبه د یوې نوې پرېکړې له مخې پنځه کلن پاسپورت د ۱۵ کلنونو څخه کم عمره وګړو ته ځانګړی کړ.

دې ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي، یاده پرېکړه یې د زیاتې ګڼې ګوڼې د مخنیوي او پاسپورټ غوښتونکو ته د اسانتيا په موخه کړې ده.

د طالبانو د پاسپورټ ریاست ویاند شفیع الله تسل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" طرحه خو واضیح ده، له دې وروسته هغه کسان چې عمرونه يې له ۱۵ پورته وي هغوی ته نور پنځه کلن پاسپورټ نه ورکول کیږي او له ۱۵ کم عمرو ته همدا پنځه کلن پاسپورټ ورکول کیږي."

خو یوشمېر کابل ښاريان د افغانستان داوسېدونکو اقتصادي وضیعت ته په کتو د لس کلن پاسپورټ اخیستل د ډېريو له توان پورته خبره ګڼي.

د کابل ښار اوسیدونکي حلیم او احمد الله وايي:

" که یو نفر لس کلن پاسپورټ واخلي، لس کاله به د پاسپورټ له جنجاله بې غمه وي، خو ستونزې بیا زیاتې دي، د خلکو اقتصادي وضیعت ښه نه دی، که یو کس پنځ نفره د کورنۍ غړي ولري هغوي په یو دم شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ د پنځه پاسپورټونو لپاره له کومه کړي او دا جدي ستونزه ده."

" زما په نظر همغه پنځه کلن پاسپورټ ښه وو، که یو چا اړتیا درلوده کولای يې شول پنځه زره افغانۍ یې له یوې خوا پیدا کړې وای او پاسپورټ یې اخیستی وای، نظر دغه شرایطو ته همغه پنځه کلن ښه و."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې، مخکې له دې د یو پنځ کلن پاسپورټ بیه ۵۵۰۰ او د يو لس کلن پاسپورټ بیه ۱۱۰۰۰ افغانۍ وه.

خو اوس د پاسپورټ ریاست چارواکي د يو لس کلن پاسپورټ بیه ۱۰۴۰۰ افغانۍ ښيې.

XS
SM
MD
LG