د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

طالبانو یو ځل بیا د پاسپورټونو وېش بند کړ


ارشیف: کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست کې د پاسپورټ متقاضیان - June 30, 2021
ارشیف: کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست کې د پاسپورټ متقاضیان - June 30, 2021

طالبانو یو ځل بیا د پاسپورټونو وېش بند کړ.

د طالبانو د پاسپورټ ریاست یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د تخنیکي ستونزو له امله به سر له نن یعنې شنبې به تر راتلونکې خبرتیا د پاسپورټونو وېش بندوي.

یو کس د تخار ولایت اوسېدونکی دی.

هغه د خپلې پنځه‌کلنۍ ناروغې لور تصویر ازادي راډیو ته رالېږلی او وايي چې هر څه ژر باید عملیات شي.

د تخار یوه ماشومه اوسېدونکې د سختې ناروغۍ له امله پاسپورټ ته اړتیا لري خو طالبانو دغه بهیر درولی.
د تخار یوه ماشومه اوسېدونکې د سختې ناروغۍ له امله پاسپورټ ته اړتیا لري خو طالبانو دغه بهیر درولی.

هغه تصویر چې ده ازادي راډیو ته رالېږلی، په کې لیدل کېږي چې د لور په ژبه یې لویې دانې دي.

دی وايي، د لور درملنه یې افغانستان کې نه کېږي، تر خوا په یوه ګاونډي وطن کې هم دوه عملیاته وکړل.

یاد شخص ادعا کوي چې دوه ځله یې د پاسپورټ اخستو لپاره اسناد د روغتیا وزارت د قوانینو ریاست ته وسپارل، خو هغوی ورک کړل.

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه مکتوب یې ورک کړ، بیا مې بله عریضه ولیکله، د روغتیا وزارت د قوانینو ریاست کې ورکه شوه. بیا د پاسپورټ ریاست ته ولاړم و مې ویل دا ډول ستونزه لرم، له ولایت راغلي یوو، ناروغ لرو، ویل یې ولاړ شئ، انلاین نوم‌لیکنه وکړئ او په خپل وار راشئ."

د دې ناروغې پلار ټینګار کوي چې په نوبت د پاسپورټ اخستل میاشتې وخت نیسي، داسې مهال چې ناروغ یې نور د درد زغم نه‌لري.

د دې ناروغې کورنۍ دا اندېښنه هم لري چې د وخت په تېرېدو او د پاسپورټ د نه اخستو له امله شاید هغه مالي امکانات یې له لاسه ووځي چې اوس ورته برابر دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د قوانینو له ریاسته مو د یاد شخص د اسنادو د ورکېدو پوښتنه وکړه، خو د دې وزارت ویاند شرافت زمان سره له دې چې ژمنه یې وکړه چې ځواب به راکوي، خو د راپور تر خپرېدو یې څه ونه ویل.

خو ښاغلي زمان ازادي راډیو ته را لېږلي پیغام کې دا هم لیکلي: "د دې ادارې رییس اوس بدل شوی دی."

یوه بله کابل مېشتي بیا چې نه غواړي ورته د ستونزو د پېښېدو له وېرې یې نوم راپور کې یاد شي، د طالبانو د پاسپورټ په کړنو سخته نیوکه کوي.

دا مېرمن وايي، تېر یوه کال کې یې درې ځله نوم‌لیکنه کړې، خو تر اوسه یې د کار د مخکې تګ هیڅ معلومات نه‌شته.

هغه وايي: "خپله مې درېیم ځل دی چې د پاسپورټ لپاره مې غوښتنلیک ورکړی، خو د پاسپورټ درک نه‌شته. هر ځل چې غوښتنه کوم، وايي د دې میاشتې په ۱۵مه نېټه یې وګوره، کله چې یې وګورم، وايي یوه بله میاشت په تمه شه. تر دې میاشتې په کال واوښتې، خو زه لا هم د پاسپورټ په تمه یم. ډېرې ستونزې شته."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست د دویم ځل لپاره د پاسپورټونو د وېش بهیر ودراوه.

ارشیف: د کابل پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ د متقاضیانو ګڼه ګوڼه
ارشیف: د کابل پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ د متقاضیانو ګڼه ګوڼه

دې ریاست یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه ناوخته یې خپره کړې لیکلي، د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ وېش دروي او خلک دې تر راتلونکي خبرتیا په تمه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن د تخنیکي ستونزو د روښانتیا په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

واک ته د طالبانو له رسېد وروسته، په افغانستان کې د پاسپورټ اخیستل یوه له لویو ننګونو ده.

د پاسپورټونو د جوړولو بهیر په ولایتونو کې درېدلی او کابل ته پسې راتګ ستونزمن هم دي او لوړ لګښت هم لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG