د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

طالبان: افغانان دې په قانوني، ډاډمنو او اسانه لارو حج ته لاړ شي


د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی بهادر خان چې نیت لري څو د حج لپاره په بایسکل سعودي عربستان ته سفر وکړي. 2022.05.17
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی بهادر خان چې نیت لري څو د حج لپاره په بایسکل سعودي عربستان ته سفر وکړي. 2022.05.17

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو په بایسکل د حج مراسمو د ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته د یو شمېر افغانانو د سفر عکسونه خپاره شول، اوس د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، هغه افغانان چې د حج د مراسمو د ادعا کولو نیت لري، باید له قانوني، ډاډمنو او اسانو لارو دا کار ترسره کړي.

په بایسکل د لري واټن سفر د افغانانو لپاره کومه نوې خبره نه ده.

که د هندي فلمونو په اداکارې مدهو بالا مین د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د هغې لیدوته تر هند پرې سفر وکړ، نادرشاه ننګرهاري بیا په ۱۳۸۸ لمزیز کال کې د سولې د پیغام رسولو په موخه پرې تر امریکا ورسېد.

نادر شاه هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي و، چې د بهرنیو چار له وزارت، ایران، ترکیې، بلغاریا، یوگوسلاویا، هنگري، اطریش، چک، جرمني، هالند، بلجیم او فرانسې ته د ځمکې له لارې او بیا له هغه ځایه امریکا ته په الوتکه کې ولاړ.

اوس تازه بیا د غزني ولایت دوه تنه اوسېدونکو، د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي نور محمد او د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي بهادر خان نیت کړی، چې د حج د مراسمو د ادعا کولو لپاره په بایسکل سعودي عربستان ته سفر وکړي.

هڅه مو وکړه له دغو دوو کسانو سره خبرې وکړو، چې ولې یې په بایسکل د سفر نیت کړی خو دا چې په لاره دي اړیکه مو ورسره روغه نه شوه.

خو د بهادر خان زوی دوست محمد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې بهادر د نور محمد له تګ اغېزمن او دا کار وکړ او تمه ده چې دا دوه کسان لومړی کندهار بیا نیمروز ته ولاړ شي او که یې د ویزې کار وشو، ایران، عراق او بیا سعودي عربستان ته د حج مراسمو ته ځان ورسوي.

نوموړی وایي، پلار یې دا مهال نیمروز کې د نوي پاسپورټ اخیستو ته په تمه دی، تر هغه وروسته به د ایران ویزه تر لاسه او هغه هېواد ته به حرکت وکړي.

هغه زیاته کړه: "له دې ځای له خپل یو پخواني پاسپورت سره روان شوی د پاسپورت د اعتبار له مودې یې یوه اوونۍ وخت تېر شوی وه دا دوه ورځې مخکې یې بل پاسپورټ واخیست خو کوم چا ورته جعلي جوړ کړی و، اوس په تمه دی چې نوی پاسپورټ واخلي د ایران ویزه پرې ولګوي او حرکت وکړي."

په ټولنیزو رسنیو ګڼو نور تصویرونه هم خپاره شويو چې ښيي یو شمېر نورو کسانو هم دا کار کړی خو په خپله دوی یا د کورنۍ غړو یې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ازادي راډیو سره په خبرو کې له هغو افغانانو چې د حج د مراسمو د ادعاکولو نیت لري وغوښتل، چې باید له قانوني، ډاډمنو او اسانو لارو دا کار ترسره کړي.

هغه وویل: "د حج او اوقافو وزارت هیله له دوی دا ده چې له قانوني، مطمئنو او اسانو لارو څخه استفاده وکړي، خو بیا هم که چېرې دوی بېرته راګرځي د حج او اوقافو وزارت د نورو حجاجو په شان د دوی په خدمت کې دی او د اصولو او لوایحو په اساس به دوی ته خدمات وړاندې کوي."

حسیني داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او نورو هېوادونو ته د افغانانو ناقانونه تګ د تېر په پرتله څو چنده سخت شوی دی.

مخکې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي و، چې سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله د سعودي عربستان له خوا د حج ته تلونکو حاجیانو په سهمیه کې کمښت راغلی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې ازادي راډیو سره یې شریک کړي وه، سږ کال به له افغانستانه سعودي عربستان ته ۱۳۵۸۲ کسان د فرضي حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې هر کال دیرش زره حاجیان د فرضي حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلل.

XS
SM
MD
LG