د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د تورخم او سپين بولدک پر لارو له افغان مسافرو سره ناوړه چلند؛ کرزي يې په اړه غبرګون وښود


سپين بولدک، چېرته چې افغان مسافر د اوښتو او را اوښتو لپاره شېبې شمېري
سپين بولدک، چېرته چې افغان مسافر د اوښتو او را اوښتو لپاره شېبې شمېري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي چې د تورخم او سپین بولدک په لارو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغان مساپرو سره ناوړه چلند غندي او له پاکستان غواړي چې ښه ګاونډيتوب وکړي.

ښاغلي کرزي وروسته له هغه دا خبره په خپل ټوېټر کړې چې شنبه په تورخم کې یوه کس ځان تر ټریلري لاندې اچولی او ساه یې ورکړې.

پاکستان ته اوښتونکي افغانان شکایت لري چې د دواړو خواو پوله ساتي ځواکونه یې سخت ځوروي.

د تورخم، سپین بولدک او غلام خان پولو سره سلګونه افغانان چې پکې ګڼ ناروغان هم شته هیله‌من دي چې پاکستان ته د دوی د ورتلو په خاطر اسانتیا رامنځته شي.

په تورخم کې د راپورونو پر اساس یوه کس وروسته له هغه ځان تر ټریلري لاندې واچاوه او ساه یې ورکړه چې پاکستاني پولیسو افغانستان ته د اوښتو اجازه نه ورکوله.

د تورخم د لارې یوه مساپر عباس چې دا پېښه لېدلې ازادي راډیو ته وویل: "دلته یو سړی وو څلور پنځه زنانه ورسره وې. پنځه شپې یې تېرې کړې نه یې پرېښوده. سپين ږیری وو. هغه ورته ویل چې ما دلته پنځه شپې وکړې. پيسې هم راسره نه‌شته. زنانه دي راسره. خو بیا یې هم نه پرېښوده. بیا یې ټیلر لاندې ځان واچاوه. هغه خو لاړه بس ټوک ټوک شو او ختم شو. له هغه یو ساعت وروسته یې بیا لار خلاصه کړه."

د تورخم کمیسارۍ کې طالب چارواکو بیا ویلي چې مړ شوی کس د علي شینواري په نوم د پولې هاخوا یوه خبریال پلار وو چې دماغي حالت یې ښه نه و.

خو د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي بیا په خپل ټوېټر باندې لیکلي چې په تورخم کې د یوه افغان وګړي په ځان وژنه خواشینی دی. هغه زیاته کړې چې په سپين بولدک او تورخم کې له افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند غندي او له پاکستان غواړي چې ښه ګاونډيتوب وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی

پاکستاني چارواکو د کرزي د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو شنبه په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په تورخم کې یو پاکستانی وګړی تر ټریلري لاندې شوی.

سفارت ویلي په پوله کې ستونزه نه‌شته او نظم موجود دی.

یوازې تورخم نه‌دی چې افغان مسافر پرې ځورول کېږي بلکې د سپين بولدک – چمن په لار هم سلګونه افغانان هاخوا او دېخوا د تلو په هیله دي خو وايي پوله ساتي پوځیان يې ځوروي.

د چمن – سپين بولدک د کارګرانو / لغړیانو د ټولنې مشر غوث الله ازادي راډيو ته وویل: "که د پوځ له خوا دی که د اسلامي امارت زموږ د پښتنو تذلیل شروع دی. زموږ ښځې بیابیږي. زموږ د کندهار او د بولدک تذکرو والا ځورول کېږي. په بدو الفاظو او وهلو باندې."

د راپورونو پر اساس د پاکستان حکومت یو وار بیا د لوی اختر په درشل کې هغو افغانانو ته چې تذکرې لري افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړې، خو پاکستان ته د اوښتو لپاره لا هم د پاسپورټ او ویزو موجودیت اصلي شرط بلل کېږي.

دې چارې ګڼ هغه ناروغان هم پاکستان ته له اوښتو پاتې کړي چې پخوا په عادي تذکرو او اسنادو پاکستان ته اوښتی شوای.

د جنوب ختیځو سیمو خوست او پکتیا ګڼ ناروغان چې له غلام خان لارې پاکستان ته ځي وایي یو شمېر سخت ناروغان له ډېره انتظاره مري.

غلام خان باندی، خلک وايي مريضانو ته يې اجازه نه‌ورکول کېږي چې د پولې اغاړې ته واوړي.
غلام خان باندی، خلک وايي مريضانو ته يې اجازه نه‌ورکول کېږي چې د پولې اغاړې ته واوړي.

یوه ناروغ اختر جان په غلام خان پوله کې د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تکلیفونه دي موږ ته. په دې سره ګرمۍ کې موږ مست نه یو چې پاکستان ته ځو. نه پاکستان ته زموږ ضرر رسیږي. موږ خو مریضان خلک یو سپين ږیري یو. دې سره ګرمۍ کې چې سم سړی هم ودروې مړ کېږي"

طالب چارواکو په تورخم او سپین بولدک کې له افغانانو سره د ناوړه چلند د راپورونو په اړه څه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي صادق خان هم د وروستیو تحولاتو او پېښو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

XS
SM
MD
LG