د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د پاکستان حکومت بند پاتې افغانانو ته پر تذکره خپل هېواد ته د اوښتو اجازه ورکړې


تورخم
تورخم

د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې هغو بندو افغانانو ته، چې پاسپورټ نه‌لري، اجازه ورکوي چې په تذکرې خپل هېواد ته واوړي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هغو افغانانو ته، چې پاسپورټ یې نه درلود، اجازه نه ورکوله چې افغانستان ته لاړ شي.

پخوا افغانانو اجازه لرله چې د تذکرې په ښوولو افغانستان ته لاړ شي.

د پاکستان حکومت د روان جولای تر نهمې یعني د شنبې تر ورځې افغانانو ته اجازه ورکوي چې له دې فرصته په استفادې خپل هېواد ته د تذکرې په ښوولو لاړ شي.

سبحان الله یو له هغو کسانو دی چې په پاکستان کې له ډېرې مودې بند پاتې کېدو وروسته تازه خپل هېواد ته ستون شوی، ده وویل: "هغې خوا ته ایسار وو، راتلای نه شولو، په کور کې مو هم ناروغي لرله، ګرمي هم زیاته وه، په خپله مې د لاس اپرېشن هم کړی دی، چې ګېټ خلاص شو، را واوښتو."

په پاکستان کې زرګونو افغانانو شکایت درلود چې پاسپورت نه‌شي ترلاسه کولی او پاکستان یې بې پاسپورټه نه پرېږدي چې خپل هېواد ته لاړ شي.

تورخم دروازه ډېری وخت د عامو خلکو د تګ راتګ لاره بنده وي.
تورخم دروازه ډېری وخت د عامو خلکو د تګ راتګ لاره بنده وي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د هغو افغانانو، چې پاسپورټ نه‌لري او په پاکستان کې مېشت دي، شمېر لکونو ته رسېږي.

د دوی په وینا دا کسان که اوس له اعلان شوې فرصته په استفادې خپل هېواد ته لاړ نه‌شي، وروسته به بې پاسپورټه اجازه نه‌ورکول کېږي چې سفر وکړي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېشنر مفتي سید غازي الله هاشمي وايي، دوی او د بهرنیو چارو وزارت یې په ځلونو پاکستان ته ویلي چې افغانان پرېږدي چې په تذکرو خپل هیواد ته راشي.

نوموړي ويلي: "خو اوس دا دوې ورځې کېږي تر ۳ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، که دا لړۍ په همدې ډول جاري وي ډېر افغانان به بې لاه مشکله خپل هېواد ته راوګرځي."

د پاکستان سرحدي چارواکي وايي چې د جولای له دوهمې تر پرون (چهارشنبې) پورې شاوخوا ۱۶ زره افغانان په تذکرو افغانستان ته تللي دي او د اختر په شپو ورځو کې هم د بشري خواخوږۍ پر اساس افغانانو ته اجازه ورکوي چې د تذکرې په ښوولو خپل هېواد ته لاړ شي.

پاکستاني چارواکي په عین حال کې وايي، دغو افغانانو او نورو ته به له پاسپورت او وېزې پرته اجازه ور نه‌کړي چې پاکستان ته لاړ شي.

وروسته له دې چې پاکستان د ستنېدو لپاره د پاسپورت شرط ایښی دی ګڼ شمېر هغه کارګر هم زیانمن شوي چې د کار لپاره به د افغانستان خوا ته اوښتل.

XS
SM
MD
LG