د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

کابل کې پاسپورټ غوښتونکی: کمېشنکارانو رانه د یو پاسپورټ بدل کې ۱۰۰۰ ډالره غوښتي


ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

د پاسپورټ ځینې افغان غوښتونکي د دې بهیر د وېش د ستونزو له امله شکایتونه لري.

دغه شکایت کوونکي ادعا کوي، چې په ولایتونو کې دا پروسه په مطلق ډول بنده او په کابل کې بیا د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله کمېشنکارانو ته د کار او بار او فساد زمینه برابره شوې ده.

یو کس وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د ماشوم زوی د پاسپورټ لپاره انتظار ستړی کړی خو لا یې هم دغه قانوني او حقوقي سند نه دی ورته تر لاسه کړی.

دا کس د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې د دې پروسې د ستونزو په اړه وویل: "کوم لېنک چې دوی د کورنیو چارو وزارت له لوري خپور کړی چې په هغه کې به هر څوک د پاسپورټ لپاره خپله نوملیکنه کوي، هغه هم کار نه کوي او په کې لیکل کېږي چې “اېرور” موجود دی. په کابل کې بیا کمېشنکاران ډېرې پیسې اخلي او زه د پیسو د ورکړې توان نه لرم."

دا کس ادعا کوي، چې په کابل کې ترې کمېشنکارانو د یو پاسپورټ پر سر ان تر زرو ډالرو غوښتي دي.

له دې سره د هرات ولایت یو اوسېدونکي، چې ده هم ونه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې له زیاتې مودې راهیسې په دې ولایت کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ درېدلې او په کابل کې د پاسپورټونو د اخیستلو او تمدید چارې ورته ګرانې او سختې تمامېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت په مشرۍ د پاسپورټ ریاست چارواکي هم په ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ درېدل مني او وایي، چې د دې پروسې د بهترۍ لپاره په یو مېکانېزم کار کوي او تر هغه وروسته به یې بېرته په ولایتونو کې وېش پیل کړي.

په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د پاسپورټ غوښتونکو لیکه. July 25, 2021
په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د پاسپورټ غوښتونکو لیکه. July 25, 2021

د دغه ریاست ویاند نورالله پتمن ازادي راډیو سره خبرو کې د فساد شتون رد کړ خو وایي، چې په کابل کې دغه بهیر په نورمال ډول روان دی

پتمن وویل: "کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال توګه روانه ده. موږ په ورځ کې تر ۲۰۰۰ انلاین فورمې او تر څنګ یې په حضوري ډول ملي لوبغاړو، ملي سوداګرو، ناروغانو او هغو کسانو ته چې غواړي حج ته ولاړ شي،دوی ته موږ پاسپورتونه ورکوو."

ښاغلی پتمن وایي، هغو کسانو چې په انلاین توګه نوملیکنه کړې خو د پاسپورټ د تر لاسه کولو نېټه یې مشخصه شوې نه ده، په خبره یې دوی ناوخته نوملیکنه کړې خو وایي د وخت په تېرېدو به دوی ته هم نوبت ورسېږي.

که څه هم په ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ د درېدو په اړه د پاسپورټ ریاست چارواکي مشخصاً کوم څه نه وایي، خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دا څلورم ځل دی چې د پاسپورتونو د وېش بهیر په ولایتونو کې درېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر افغانان په هېواد دننه د کافي روغتیایي خدماتو د نشتون له امله ګاونډیو هېوادونو ته د خپلو ناروغانو د انتقال تر څنګ په دې وروستیو کې هڅې کوي چې له هېواد بهر کډه وکړي، چې اکثریت یې د پاسپورټ اخیستلو ته اړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG