د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

تورخم کې بند پاتې افغانان: لا هم افغانستان ته د بېرته ستنېدو اجازه نه‌راکول کېږي


تورخم
تورخم

د تورخم هاغاړې یو شمېر بند پاتې افغانان لا هم شکایت لري چې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو له درلودلو سره سره افغانستان ته د ستنېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حل کېدو غوښتونه‌یې لري.

خان محمد یو له هغو افغانانو دی چې د تورخم هاغاړې له خپلې وړې ناروغې ماشومې سره بند پاتې دی او افغانستان ته د ستنېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

محمد خان وایي، ورته ویل شوي له ویزو او پاسپورټونو پرته د اوښتو اجازه نه‌لري.

نوموړي ازادي راډیو ته ویلي: "مخکې مو کولای شول چې په کارت او تذکرې بېرته افغانستان ته لاړ شو، خو اوس تذکره او کارت نه‌مني، دا خو د یوې ورځې ستونزه نه‌ده، اکثره خلک ناروغان لري، باید هر کله اجازه وشي."

عباس یو بل افغان دی چې وایي کار او بار یې په تورخم کې له دروازې هاخوا دی، د ده په خبره مخکې به د پاسپورټ او ویزې پرته یوازې په تذکرې کولای شول چې هاغاړه واوړي او کار او بار وکړي، خو اوس ورته اجازه نه‌کېږي.

تورخم
تورخم

عباس ازادي راډیو ته وویل: "زه دلته تورخم کې کار کوم، اوس مو په تذکرې نه‌پرېږدي، ډېر خلک ولاړ دي، دا دوه ورځې کېږي کار ته هم نه‌یو تللي."

افغان سوداګر او په پېښور کې د افغان کډوالو د قومونو د شورا مشر عصمت‌الله توخي هم ازادي راډیو ته وویل، مسافر ناروغان لري هم له دې ستونزې سره مخ دی او په خبره‌یې په دواړو لارو نه په چمن او نه هم په تورخم ورته خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

ښاغلی توخی ادعا کوي چې افغانان د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي او نور له دې دوامدارو ستونزو ستړي دي: "موږ پر نړیوالو غږ کوو چې دا د افغانانو ستونزې دې نورې حل شي، له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ دي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت او ویاندویانو نظر هم واخلو، خو زموږ پوښتنو ته‌یې ځواب رانه‌کړ.

خو په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی د دې ستونزو د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت
اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت

د مارچ په د۱۲مه نېټه‌یې په خپله تويټرپاڼه لیکلي، هغه مسافر چې د تورخم او چمن په سرحدي دروازو کې بند پاتې دي باید په درېیو ورځو کې خپل هېواد ته ستانه شي، ګنې بیا په تذکرو او د کډوالۍ په کارتونو د اوښتلو اجازه ورته نه‌شته.

خو ازادي راډیو ته د خيبر پښتونخوا ځایي پاکستاني چارواکو ویلي چې دا کار یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار یوسف معید په لارښوونه د امنیت د ټینګښت لپاره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه پاکستان ته هره ورځ سلګونه افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله په ځانګړې توګه د دوا او درملنې لپاره تګ راتګ کوي.

مخکې د چمن له لارې، چاسره چې د کندهار تذکره وه اجازه ورکول کېده چې بې‌ویزې او بې‌پاسپورټه پاکستان ته سفر وکړي چې دا مسافر بیا څه په همغه لارې او څه هم په تورخم بېرته افغانستان ته ستنېدل.

XS
SM
MD
LG