د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

طالب چارواکي به تورخم کې پاکستاني چارواکو سره پر ټرانزیټ او سوداګرۍ وغږیږي


ارشیف، د تورخم لیک
ارشیف، د تورخم لیک

په پام کې ده د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نور-الدین عزیزي سبا دوشنبې تورخم ته ولاړ شي او د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مسایلو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند مولانا زهیر پرون ازادي راډیو سره په خبرو کې د دواړه لورو د خبرو پر اجنډا رڼا واچوله: "د بندرونو د همغږۍ د کمېټې رامنځته کول، د بندرونو تاسیسات، په سیمه ییزو پیسو راکړه-ورکړه او د جلال اباد او پېښور ترمنځ د بسونو د ورځني تګ راتګ موضوعات په دې خبرو کې شامل دي."

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري به د سوداګرۍ او صنعت په چارو کې د صدراعظم مرستیال عبدالرزاق داوود کوي او په غړو کې به یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استاز محمد صادق هم شامل وي.

تورخم ښارګوټی
تورخم ښارګوټی

نېشن ورځپاڼې راپور ورکړی چې افغان او پاکستاني پلاوي به د تورخم پر لاره د دروازې د پرانېستو د وختونو د زیاتولو، د تاسیساتو د جوړولو، مسافرانو او ناروغانو ته د تګ-راتګ او افغانستان ته د بشري مرستو د استولو لپاره د نورو اسانتیاوو د چمتو کولو پر موضوعاتو بحث وکړي.

نژدې یوه اوونۍ مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان مرکزي بانک د مالیې وزارت وزارت ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د ډپلوماټیکو چینلونو له لارې له افغانستان سره د بارتري یا د جنس پر وړاندې د جنس د معاملو په اړه موافقې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان د بهرنیو اسعارو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG