د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

عام افغانان:د پاکستان د ویزو د ورکړې بهیر کې له ستونزو سره مخ یو


ارشیف؛ په کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته ځینې افغانان
ارشیف؛ په کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته ځینې افغانان

په کابل کې د پاکستان سفارت له څو میاشتو راهیسې د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا په موخه انلاین کړی، خو یو شمېر عام افغانان اوس هم شکایت لري.

د کابل ښار یو اوسېدونکي لطف الله بهير ازادي راډیو ته وویل، د ناروغ پلار لپاره یې ویزه اخیستي، خو اوس د کورنۍ د نورو غړو لپاره ویزې نه شې اخیستلی.

بهیر وایي:" پلار لپاره خو مې درې میاشتنۍ روغتیایي ویزه واخیسته او ډېرې ستونزې مو وګاللې، نیمه کورنۍ مو پاکستان او نیمه دلته ده اوس غواړم دا پنځو کسانو کورنۍ ته مې ویزې واخلم خو ایجنسۍ والا د هرې ویزې پر سر تر یو نیم سل ډالر غواړي هغه هم درې میاشتنۍ ویزې باندې."

لطف الله وایي، د انلاین ویزو لپاره یې و هڅو او انتظار کومه پایله ورنه کړه نو ځکه یې سیاحتي شرکتونو او ایجنسیو ته مراجعه کړې.

تورخم
تورخم

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عثمان بل افغان دی چې د پاکستان ویزې ته یې اړتیا پېښه ده.

دی هم له زیات انتظار ستړی ښکاري،نوموړي ازادي راډیو ته وویل:" د پاکستان ویزې ته مو سخته اړتیا ده، ناروغ لرو غواړو پاکستان ته یې بوځو، دلته ډاکترانو ځواب راکړی، ډېر وخت کېږي د ویزې انتظار کوو خو په انلاین ډول نه راوځي او هغه پخوانی سیستم چې په کتار به درېدلو هغه هم اوس نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کابل ته د درېیو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په سفرونو کې د طالبانو حکومت سره ژمنې وشوې چې دوی به افغانانو ته د پاکستان د ویزو بهیر چټک، اسانه او پراخوي.

طالبان هم مني چې دا ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:"د پاکستان د ویزو په برخه کې ستونزې شته، یو ځل دوی وویل چې ویزې خلاصې شوي او نورې راځي خو موږ تماسونه نیولي چې دا ستونزې حل شي په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره دې اسانتیاوې برابرې شي."

ذبیح الله مجاهد وایي، د پاکستان د ویزو په برخه کې ستونزې شته
ذبیح الله مجاهد وایي، د پاکستان د ویزو په برخه کې ستونزې شته

د دې ستونزو په اړه مو په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکي وپوښتل، د دغه سفارت د رسنیو د برخې قونسل طاهر نواز ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې د پیسو په مقابل کې د ویزو د ورکړې ادعا رد کړه.

ښاغلي نواز لیکلي:" دوی (ویزه غوښتونکي) په غوښتنلیک کې غلط معلومات ځای په ځای کوي له همدې امله د ځنډ لامل ګرځي، کله چې دوی ته بیا بریښنالیکونه واستول شي ، دوی هېڅ ځواب نه ورکوي."

خو عام خلک بیا ادعا کوي چې د ویزو د ورکړې د بهیر دا ځنډ د دې لامل شوی چې کمېشن کارانو ته د ویزو د اخیستلو لپاره پیسې ورکړي.

د یادونې ده چې اکثره افغانان پاکستان ته د روغتیایي ستونزو او درملنو لپاره ځي.

XS
SM
MD
LG