د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په کابل او ځیني ولایتونو کې د پاسپورټ تړلي ریاستونه؛ خلک: ژر یې پرانېزئ 


په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکي
په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکي

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، لکه د نورو ملکي خدمتونو په څېر د پاسپورټونو د جوړېدو او وېش بهیر له خنډ او ځنډ سره یوه مخ چاره ده.

بله ستونزه بیا د هغو کسانو لپاره ده چې غواړي له هېواده دباندې ووځي.

حمید توانګر د هرات اوسېدونکی او یوه ګاونډي هېواد کې د زده‌کړو لپاره د پاسپورټ جوړولو په هڅه کې دی.

حمید د لوړو زده‌کړو لپارو خپل ټول اسناد برابر کړي، خو لویه ستونزه یې د پاسپورټ د نېټې پای ته رسېدل دي چې باید بیا وغځول یا تمدید شي.

د افغانستان د تېر نظام پاسپورټ چې د طالبانو د حکومت له لوري هم ورکول کېږي
د افغانستان د تېر نظام پاسپورټ چې د طالبانو د حکومت له لوري هم ورکول کېږي

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د هرات د پاسپورټ مدیریت ته تللی خو ورته یې ویلي، د پاسپورټونو د وېش لړۍ تر نا معلومې نېټې ځنډېدلې ده.

حمید وایي:"په هرات کې لویه ستونزه دا ده چې د پاسپورټ اداره ځواب ویونکې نه ده، ان لومړني معلومات هم نه ورکوي. دې کار نه یوازې ما ته، بلکې ډېرو محصلانو ته چې د لېسانس له پای وروسته غواړي ماسټرۍ ته ولاړ شي، ستونزې جوړې کړي. په ځانګړي ډول هغه مهال چې کوم بهرني هېواد کې غواړو سکالرشېب واخلوو. "

ګلسوم رحیمي چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای یې د افغانستان د پرېښودو پرېکړه کړې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د دوی د پاسپورټونو نېټه پای ته رسېږي.

ګلسوم څو ورځې کېږي چې عریضه په لاس د پاسپورټونو د تمدید په چارو پسې لالهانده ده.

ګلسوم وایي:" زما خپل او د کورنۍ د غړو پاسپورټونه مې له یوې میاشتې کم وخت لري. د پاسپورټ اداره په دې برخه کې هېڅ همکاري نه کوي. د تخلیې په بهېر کې هم شامله یم، خو دا چې د پاسپورټ ریاست تړلی دی، نه‌ شم کولای چې هېڅ کار وکړم. "

که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې د پاسپورټونو د ورکړې او وېش چارې روانې دی، خو په پلازمېنه کابل کې نږدې میاشت وشوه چې دا لړۍ په ټپه درېدلې ده.

د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د پاسپورټونو جوړېدل او وېش بند شو، خو د روان کال د تلې په ۱۳مه په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست د مرکزي دفتر له خوا بېرته دا چاره پیل شوه، خوڅه د پاسه د یوې میاشتې تېرېدو وروسته د لړم په ۲۵مه یو ځل بیا په کابل کې د پاسپورټونو د جوړېدو او وېش بهېر د تخنیکي ستونزو له امله وځنډول شو.

بالاخره له یوې میاشتې او درې ورځو وروسته یعنې د مرغومې په ۲۸مه دا لړۍ بیا کابل کې پیل شوه، خو د جنوري په دویمه د امنیتي ستونزو له امله ودرېده او تر ننه د پاسپورټ ریاست بند دی.

د کابل پاسپورټ ریاست چې له یوې میاشتې راهیسې تړلی دی
د کابل پاسپورټ ریاست چې له یوې میاشتې راهیسې تړلی دی

کابل مېشتی عمران مجیدي چې د پاسپورټ د جوړولو کارونه یې نیم بشپړ شوي، د طالبانو له حکومته غواړي چې د پاسپورټ ریاست دروازې خلکو ته پرانېزي.

مجیدي وایي:" بدبختانه د درېیمې ورځې لپاره چې ولاړم کارونه مې و نه شول. زه له اسلامي امارته غواړم چې هر څه ژر د پاسپورټ ریاست پرانېزي، څو خلک وشي کولای ځان ته پاسپورټ جوړ کړي."

له ډېرو هڅو سره-سره د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رئیس او د کورنیو چارو وزارت په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو ته حاضر نه‌ شول.

خو د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې د پاسپورټ رئیس عالم ګل حقاني ویلي و چې د پاسپورټ ریاست د ودانۍ تر مخه له یوه ځانمرګي برید وروسته دوی د امنیتي ستونزو له امله د پاسپورټونو د جوړېدو او وېش بهېر بند کړی دی.

ښاغلي حقاني ویلي و دوی د امنیتي تدابیرو په ښه کېدو بوخت او ژر به د پاسپورټ ریاست یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړي.

XS
SM
MD
LG