د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

کونړ میشتي خلک: د پاسپورټونو د وېش بهیر پڅ، د واسطو خاوندان وړاندې وي


ارشیف، د بایومټریک پروسه
ارشیف، د بایومټریک پروسه

په کونړ کې یو شمېر کسان وايي، د پاسپورټونو د وېش پڅ بهیر او په دفتر کې واسطه لرونکو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ مخې ته هره ورځ په اوږده قطار کې سپین ږیري، ښځې، ماشومان او ځوانان له اسنادونو سره ولاړ وي.

هر یو کوښښ کوي چې له نورو وړاندې يې کار خلاص شي، خو دوی کې ډېر کم کسان دي چې چارې يې په چټکۍ ترسره شي.

پاسپورټ اخستونکي وايي، د پخوا په څېر اوس هم د واسطو خاوندان په کې وړاندې دي.

د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکی عطاالله وايي: "پلار مې ناروغ دی، دا څلورمه ورځ ده چې دلته راځو، دلته ولاړ یو، د چا چې واسطه وي هغوی پسې له قوماندانۍ کسان راوځي او کار يې کېږي، خو څوک چې واسطه نه لري هغوی ولاړ دي. دلته ماشومان، زنانه او ناروغان راځي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې دغه ډول واسطه بازۍ ختمه کړې او ټولو خلکو ته په خپل نوبت کارونه ترسره کړي."

د دانګام ولسوالۍ اوسیدونکی محمد ابراهیم وايي، دا يې ۵مه ورځ ده چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره يې عریضه کړې، خو لا يې هم د لاسلیک او نورې چارې نه دي ترسره شوي.

هغه زیاته کړه: "که ناروغانو ته پاسپورټ جوړوي او درملنې لپاره يې پاکستان ته وړي، نو د پاسپورټ اخیستلو کې دومره زیاتې ستونزې دي چې حساب يې نشته. په ورځو ورځو به ولاړ يې، خو کار دې نه کېږي. که له بانک پېسې اخلې او یا يې هم داخلوي هلته هم مشکل دی."

د کونړ مرکز اسعداباد
د کونړ مرکز اسعداباد

دوی ټول له طالب چارواکو غواړي چې د خلکو د ستونزو حلولو لپاره دې د پاسپورټ په برخه کې روانې بې نظمۍ او واسطې له منځه یوسي او دغه پڅ بهیر ګړندۍ کړي.

په کونړ کې طالب چارواکي بیا وايي، تر ډېره يې د پاسپورټ برخې ستونزې حل کړي او کومو کسانو به چې واسطې کولې د هغوی یو شمېر يې نیولي او نور يې د پاسپورټ پردفتر بند کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیوته وویل: "کومو کسانو به چې واسطې کولې او ګڼه ګوڼه به يې جوړوله، د هغوی څه نیول شوي او پاتې يې د پاسپورټ په ریاست کې بند کړی شوي. د بیروبار زیاتوالي یو بل لامل د ځای تنګوالی دی، اوس غواړو چې د پاسپورټ دفتر له امنیه قوماندانۍ بل ځای ته انتقال کړو."

د ښاغلي حنیف په خبره چې له تېرې نږدې یوې میاشتې يې په کونړ کې د پاسپورټ له درکه ۴۵ میلیونه او شپږ نیم لکه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

په کونړ کې د پاسپورټ برخه کې په داسې حال کې شکایتونه کېږي چې په افغانستان کې د نوي بدلون رامنځ ته کېدو سره شااوخوا درې میاشتې په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو دفترونه تړل شوي وو.

د خلکو د بیروبار یو لامل د پاسپورټونو د دفتر تړل کېدل او له بله پلوه د یو شمېر هېوادونو له خوا، له افغانستانه د زرګونو کسانو د ایستلو پروسې دي چې د پاسپورټونو د غوښتونکو شمېر يې زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG