د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیلېږي


د پاسپورټ ریاست ته ولاړ خلک
د پاسپورټ ریاست ته ولاړ خلک

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست چارواکو نن شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال اعلان وکړ چې سر له سبا به د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شي.

د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عالم ګل حقاني وویل، اوس مهال یوازې د طالبانو غړي او ځواکونه ته پاسپورټونه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، هغو کسانو ته چې د تېرحکومت پر مهال یې د پاسپورټونو د اخېستلو لپاره په انلاین ډول فورمې ډکې کړي او پیسې یې تحویل کړې وې لومړیتوب ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره دا خلک کولای شي د نوبت له مخې د قانوني چارو د مخته وړولو لپاره دغه ریاست ته مراجعه وکړي.

ښاغلي حقاني وویل: "هغه درانه غوښتونکي کسان چې مخکې یې انلابن فورمې ډکې کړې وې او احکام یې تر لاسه کړي و، کولای شي د بایومټریک او نورو قانوني چارو د ترسره کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۸مه د پاسپورټ ریاست ته راشي همدارنګه هغو کسانو چې یوازې په انلاین توګه نوم لیکنه کړې وه د دوشنبې په ورځ دې دغه ریاست ته مراجعه وکړي."

د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عالم ګل حقاني وویل، اوس مهال یوازې د طالبانو غړي او ځواکونه ته پاسپورټونه ورکول کېږي.
د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عالم ګل حقاني وویل، اوس مهال یوازې د طالبانو غړي او ځواکونه ته پاسپورټونه ورکول کېږي.

د ښاغلي حقاني په خبره د دغه ریاست د پنجشنبې ورځې کار یوازې د طالبانو د حکومت غړو او ځواکونو ته ځانګړی شوی دی.

عالم ګل حقاني خبرداری ورکړ چې کمېشنکارانو او سرغړونکو کسانو سره به جدي قانوني چلند وشي.

په تېرو څلور میاشتو کې دوه ځلي د کابل د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوه چې ان په دې موده کې ناروغانو او محصلینو هم ونه شول کړای چې د اړتیا پر مهال پاسپورټونه تر لاسه کړي.

په دې اړه مخکې ډېری افغانانو نیوکې کړي، خو اوس د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ ریاست د چارو د پیل په اړه خوښي ښیي او د طالبانو له حکومته غواړي چې دا بهیر ټول ګډونه او دوامداره وساتي.

د کابل ښار اوسېدونکو فاطمې او مصطفی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د خپلو فعالیتونو د بیا پیل په اړه یې خبر ورکړی خلکو ته دا ډېره د خوشحالي خبره ده ځکه که دا ریاست پرانیستې وي د خلکو ډېری ستونزې حل کړای شي.

-دا ستونزې ټولې د نوي حکومت د کمزورو کړنو له امله دي چې ډېرې ستونزې یې راولاړې کړي دي، هیله مند یو چې دا بهیر بیا پیل شي ټولو خلکو ته پام وشي او دا بهیر ترهغه وخته بند نه شي چې د خلکو پاسپورتونو ته اړتیا نه وي."

د پاسپورټونو ډېری غوښتونکي ناروغان، سوداګر او محصلین دي.
د پاسپورټونو ډېری غوښتونکي ناروغان، سوداګر او محصلین دي.

شااوخوا یوه میاشت مخکې د پاسپورټ ریاست چارې داسې مهال بندې شوې چې زرګونو کسانو د دغه ریاست دروازې سره د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره کتارونه جوړ کړي وو.

طالب چارواکو د دغه کار بندیدل لامل تخنیکي ستونزې ښودلی وه.

د پاسپورټونو ډېری غوښتونکي ناروغان، سوداګر او محصلینو او هغه کسان دي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

که څه هم د طالبانو مشر د خپلو سیمه ییزو چارواکو غوښتي وو چې د زیاتې کډوالۍ د مخنینوي لپاره دې له هغو کسانو سره له نږدې خبرې وکړي او ستونزې دې ور حل کړي چې غواړي افغانستان پرېږدي، خو اټکل کېږي چې د پاسپورټ د وېش لړۍ تر عادي کېدو وروسته به د بې وزلۍ او نا امنیو له امله د افغانانو د کډوالۍ کچه نوره هم لوړه شي.

د کابل پاسپورټ چارواکو د انلاین فورمو په برخې کې ځینې بدلونونه هم راوستي خو په دې اړه یې ډېر جزییات یې شریک نه کړل.

XS
SM
MD
LG