د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ بنده ده خو ۱۰ ولایتونو کې تازه پیلېږي


د افغانستان پاسپورټ
د افغانستان پاسپورټ

کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، ډایکندي، فاریاب، نورستان او بدخشان هغه ولایتونه دي چې د پاسپورټ عمومي ریاست د مسوولینو په وینا سر له سبا به په کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل شي.

د پاسپورټ عمومي رئیس علم ګل حقاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یادو ولایتونو کې ټول تخنیکي وسایل او کار کوونکي د پاسپورټونو د وېش چارو ته چمتو شوي دي.

د پاسپورټ رئیس علم ګل حقاني د کابل پاسپورټ ریاست کې تخنیکي ستونزه لا نه ده حل شوې
د پاسپورټ رئیس علم ګل حقاني د کابل پاسپورټ ریاست کې تخنیکي ستونزه لا نه ده حل شوې

په دې سره له پلازمېنې کابل پرته د هغه ولایتونو شمېر ۱۷ ته ورسېده چې د پاسپورټ د وېش لړۍ په کې پیل شوې ده، خو د پاسپورټ رئیس علم ګل حقاني د کابل پاسپورټ ریاست د فعالیت د بیا پیل په اړه وویل، تخنیکي ستونزه لا نه ده حل شوې او معلومه نه ده چې دې ولایت کې به تر کومه د پاسپورټ د وېش چارې ځنډېدلې وي.

حقاني وایي: "هېڅ نه شي ویل کېدای، ښايي یوه ورځ وخت ونیسي یا هم یوه اوونۍ، ځکه دا تخنیکي ستونزه ده او موږ پرې کار کوو، نو چې هرکله د کابل د پاسپورټ ریاست تخنیکي ستونزه حل شوه موږ به د رسنیو له لارې اعلان وکړو او د پاسپورتونو ویش به پیل کړو."

د پاسپورټ ریاست مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه
د پاسپورټ ریاست مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه

د پاسپورټ عمومي ریاست تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د بایومټریک ماشینونه یې تخنیکي ستونزې لري، نو ځکه خو په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهېر د څو ورځو لپاره ځنډوي.

خو د کابل اوسېدونکي هیله لري چې یاده تخنیکي ستونزه ژر تر ژره حل شي.

له ډلې یې محمد داوود وايي جدي پاسپورټونو ته اړتیا لري:"د پاسپورټونو په مساله کې موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، ویل کېږي چې دغلته تخنیکې ستونزه ده باید دا ستونزه ژر تر ژره حل شي، ځکه اوس خو دلته یو حکومت شته باید د دې ستونزې غم وخوري."

شاه ولي هم ورته نظر لري: "موږ ناروغان لرو، خو د پاسپورټ په ریاست کې وايي چې تخنیکي ستونزه نه ده حل شوې، موږ نه پوهیږو چې دا ستونزه به کله حلېږي، خو غوښتنه کوو چې باید طالبان د دغه ستونزې د حل لپاره جدي هڅې وکړي."

د کابل پاسپورت ریاست مخ کې مراجعه کوونکي
د کابل پاسپورت ریاست مخ کې مراجعه کوونکي

خو د کابل د پاسپورټ مسوولین وايي، ژر به د کابل پاسپورټ ریاست ته د بایومټریک نوي وسایل واخلي او د پاسپورټونو د وېش ځنډېدلې بهېر به بیا پیل شي.

د پاسپورټ ریاست مسوولینو له خلکو وغوښتل چې د پاسپورټ د اخېستلو په موخه د قانوني اسنادو پر بنسټ، په اړوند ولایتونو کې د پاسپورټ ولایتي څانګو ته مراجعه وکړي.

د پاسپورټ رئیس علم ګل حقاني یو وار بیا هغه اوازې رد کړې چې په نږدې لنډ راتلونکې به د پاسپورټ چاپ شوې کتابچې ختمې شي.

هغه زیاته کړه، اوس‌ مهال ۹۰۰ زره پاسپورټونه د پاسپورټ ریاست او ۶۰۰ زره چاپ شوي نور له هغې کمپنۍ سره دي چې دا کتابچې یې چاپ کړي دي.

ښاغلی حقاني زیاتوي، څلور نیم میلیونه د پاسپورټ نورې کتابچې هم د چاپ په حال کې دي او ژر به څلور نیم میلیونه نورې هم چاپ شي.

د پاسپورټ ریاست مسوولین وایي اوس‌ مهال ۹۰۰ زره پاسپورټونه د پاسپورټ ریاست او ۶۰۰ زره چاپ شوي
د پاسپورټ ریاست مسوولین وایي اوس‌ مهال ۹۰۰ زره پاسپورټونه د پاسپورټ ریاست او ۶۰۰ زره چاپ شوي

د پاسپورټ عمومي ریاست د شمېرو له مخې، له تلې میاشتې راهیسې د پاسپورټونو د وېش د پیل له بهېر سم، له سل زره ډېرو کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي چې له دې درکه دوی نږدې ۵۰۰ میلیونه عواید کړي.

د اګسټ له نیمايي څخه چې طالبانو کابل ونیو، د پاسپورټونو د وېش بهېر دریدلی و، خو د طالبانو سرپرست حکومت د تلې په میاشت کې دغه بهېر بیا پیل کړ.

د پاسپورت عمومي ریاست تېره اوونۍ اعلان وکړو چې د بایومټریک ماشینونه یې تخنیکي ستونزې لري، نو ځکه خو په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهېر د څو ورځو لپاره ځنډوي.

XS
SM
MD
LG