د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

پاکستاني چارواکو تورخم کې د يوې افغانې مېرمن غیر اخلاقي ځورول تأييد کړل


تورخم دروازه - ارشیف
تورخم دروازه - ارشیف

په تورخم کې پاکستاني چارواکو تأیید کړې چې دغلته د پاکستان د ملي تحقیقاتي ادارې یو کارکونکي له خوا یوه افغان مېرمن په غیرې اخلاقي ډول ځورول شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ازادي راډیو خبریال د پاکستان د ملي تحقیقاتي ادارې د یو بیان په حواله ویلي چې، د یوې افغان مېرمنې سره د ناسم چلند په خاطر یې د خپل یو کار کونکې دنده ځنډولې ده.

تر دې مخکې د یوې افغان مېرمنې ویډیو خپره شوې وه چې ویل یې پر تورخم د پاکستاني مامور له خوا د تالاشۍ پر مهال ځورول شوې ده.

په پېښور کې د بشري حقونو یوې فعالې ناهید اپریدۍ دا پېښه غندلې او دا یې د سیمې د کلتور او فرهنګ خلاف کړنه بللې ده.

ناهید اپریدۍ د ازادي راډیو مشال څانګې سره خبرو کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په تورخم او چمن بندرونو دې د ښځینه و د اسنادو د چک کولو او تالاشۍ لپاره ښځینه مامورین وګماري.

ارشیف
ارشیف

تر دې مخکې هم په ټولنیزو رسنیو کې پر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک او تورخم پر دروازو د افغانانو په ځانګړې توګه له ښځینه سره د پاکستاني پوله ساتو او مامورینو د ناسم چلند په اړه شکایتونه خپاره شوې دي.

بل خوا د طالبانو په کنټرول کې باختر خبري اژانس ویلي چې د پاکستان په کراچۍ کې دېرش تنه افغانان بندیان د افغان جنرل قونسل په هڅو له زندان خوشي شوي دي.

د دې افغانانو د خوشې د څرنګوالي په اړه ډیر جزییات نه شته، خو د دوشنبې په ورځ د پاکستان په سند ایالت کې د زنداني شویو افغان کډوالو مدافع وکیلې منیژه کاکړ ازادي راډیو ته ویلي وو، د ښځو او ماشومانو په شمول شا او خوا دولس سوه افغانان، پاکستان کې د غیرې قانوني اوسېدو په خاطر یوازې د سند ایالت په زندانونو کې بندیان دي.

د اغلې کاکړ په وینا په دوی کې ځینې داسې افغانان هم شته چې پاکستان ته د ورتلو قانوني اسناد هم لري.

XS
SM
MD
LG