د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته د تابعیت ورکولو امر شوی


ارشیف: په پاکستان کې ځینې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې ځینې افغان کډوال

د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې ټولو هغو افغانانو ته چې په دې هېواد کې د کډوالو له میندو او پلرونو زېږېدلي او د زېږېدو سند ولري، پاکستانی تابعیت ورکړل شي.

په دې اقدام سره به احتمالاً په لسګونو زره افغانان د پاکستان له تابعیت څخه برخمن شي.

پاکستان چې له څو لسیزو راهیسې یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی اوس هم په میلیونونو افغانان په کې اوسي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ پراخ بهیر په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل وروسته پیل شوی چې په ترڅ کې یې په میلیونونو افغانان دې هېواد ته د پناه اخیستو په نیت ورغلي دي.

له هغه مهال راهیسې په دغو کډوالو کورنیو کې په سلګونه زره ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي چې ډېری یې د دواړو هېوادونو تابعیت نه لري.

د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې د اسلام اباد سترې محکمې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې ټولو هغو افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې د زېږېدو سندونه لري، تابعیت ورکړي.

د سترې محکمې رییس اطهر من الله دغه حکم وروسته له هغې ورکړ چې د يوه ۲۴ کلن افغان مدافع وکیل عمر ګیلاني په خبره د پاکستاني تابعیت لپاره یې د موکل غوښتنلیک ومنل شو.

د هغه په خبره نوموړی چې په پاکستان کې زېږېدلی مخکې یې غوښتنلیک رد شوی و.

ځینو رسنیو د دغه افغان نوم فضل الحق ښودلی او مدافع وکیل یې ویلي چې هغه ۲۴ کاله په پاکستان کې پرته له دې چې د هغه هېواد تابعیت ولري، ژوند کړی دی.

د پاکستان سره محکمه
د پاکستان سره محکمه

د اسلام اباد د سترې محکمې رییس قاضي من الله ويلي، د پاکستان قانون هر هغه ماشوم ته چې په دې هېواد کې زېږېدلی وي، د دې هېواد د تابعیت اخیستو اجازه ورکوي.

هغه د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې دغه قضیه د راتلونکې اونۍ تر جمعې پورې بشپړه او د خپلو اجرااتو راپور ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه او اته سوه زره افغان کډوال ژوند کوي چې ډېرو یې لسیزې وخت په دې هېواد کې تېر کړی دی.

د دغو افغانانو یونیم میلیون یې راجستر شوي او یو میلیون او درې سوه زره نور یې ناراجستر شوي یا غیرقانوني کډوال دي.

پاکستان په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغان کډوالو د یو بل بهیر د ورتګ شاهد و، هغه مهال چې طالبانو په لومړي ځل پر افغانستان واکمني ټینګه کړه.

تېر کال هم چې کله طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، لږ تر لږه درې لکه افغانان پاکستان ته لاړل.

د دغو افغانانو ډېری یې لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په نیت په موقت ډول په هغه هېواد کې اوسي.

دا چې څومره افغانان به په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې چې پر پاکستان افغان کډوال ورمات شوي، په هغه هېواد کې زېږېدلي وي، دقیقې شمېرې نه شته، خو د کډوالۍ دغه اوږده بهیر ته په کتو شمېر یې سلګونو زره کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG