د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ګارډین: ۶۰ فیصده افغان کډوال په پاکستان کې زېږېدلي


  • ګارډین ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼې د عمران خان په هغې ژمنې باندې تمرکز کړی چې ویلي یې دي یو نیم میلیون افغان کډوالو ته به د هغه هېواد تابعیت ورکړي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله لیکلي چې په پاکستان کې تر نورو ټولو هېوادونو زیات کډوال اوسېږي او یوازې د افغانانو شمېر په‌کې دوه میلیونه او ۷ لکو ته رسېږي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې اعلان وکړ افغان او بنګالي کډوالو ته چې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې اوسي د پاکستان پاسپورټ او پېژندپاڼې ورکوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د سروې پر اساس لیکلي چې ۶۰ فیصده افغان کډوال په پاکستان کې زېږېدلي، نو په دې خاطر به یو نیم میلیون تنه د عمران خان له نوي اعلانه برخه‌من شي.

ورځپاڼې دا دلیل هم راوړی چې د پاکستان د ۱۹۵۱ کال د تصویب شوي اساسي قانون پر اساس هر هغه څوک چې په دغه هېواد کې نړۍ ته سترګې پرانیزي د تابعیت له حق برخه‌من کېږي.

ګارډین لیکلي د پاکستان تازه ژمنه د افغانانو په وړاندې د دغه هېواد د دریځ بدلېدل په ډاګه کوي ځکه پخوا دا خلک د ترورېزم په پیاوړي کولو تورن شوي دي.

په پاکستان کې تر نورو ټولو هېوادونو زیات کډوال اوسیږي او یواځې د افغانانو شمېر پکې دوه میلیون او ۷ لکو ته رسیږي
په پاکستان کې تر نورو ټولو هېوادونو زیات کډوال اوسیږي او یواځې د افغانانو شمېر پکې دوه میلیون او ۷ لکو ته رسیږي

ورځپاڼې دا پوښتنه هم مطرح کړې چې ایا عمران خان دا وړاندیز د پاکستان واکمن پوځ ته وړاندې کړی که څنګه؟ ځکه د کډوالو په اړه د دغه هېواد پالېسۍ د پوځ له‌خوا تعیینېږي.

یو شمېر کارپوهان بیا د عمران خان دا کار سیاسي بولي او وايي چې عمران خان افغانانو ته د تابعیت په ورکولو غواړي د ځان او خپل ګوند لپاره ملاتړ جلب کړي.

  • دې هېل ورځپاڼه

دې هېل ورځپاڼې " The Hill " لیکلي چې په افغانستان کې له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره مبارزه نویو تګلارو ته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په لیکنه داعش په افغانستان کې د پرمختګ په فکر کې ده او له دې ښه ځای نه‌شي پیدا کولای.

ورځپاڼه دلیل راوړي چې ټول پوهېږي چې افغان پوځیانو له ترورېستانو سره د مبارزې لپاره روزنه لیدلې، خو ترورېستي ډلې په ښکاره فعالیت نه‌کوي او له داسې لارو بریدونه کوي چې افغان پوځیان تېر باسي.

دې هېل: افغان پوځیانو له ترورېستانو سره د مبارزې لپاره روزنه لیدلې خو ترورېستي ډلې په ښکاره فعالیت نه‌کوي.
دې هېل: افغان پوځیانو له ترورېستانو سره د مبارزې لپاره روزنه لیدلې خو ترورېستي ډلې په ښکاره فعالیت نه‌کوي.

دې هېل ورځپاڼې لیکلي چې افغان پوځیان باید د داعش یا اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر ضد د طالبانو په نسبت متفاوته چلند وکړي.

پوځيان باید له جغرافیا ګټه پورته کړي او د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترورېزم او اورپکي ضد ډلو ګمارل یوه جدي اړتیا ده.

دې هېل: داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترورېزم ضد ډلو ګمارل یوه جدي اړتیا ده.

​ورځپاڼې لیکلي د داعش په وړاندې اوږده جګړه ممکنه نه‌ده، نو د دې ډلې د ماتولو لپاره مهمه ده چې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو د اوسېدونکو ملاتړ جلب شي څو د داعش لیکې تقویت نه‌شي او له‌منځه لاړ شي.

XS
SM
MD
LG