د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

شاهي سید: افغان کډوال څوک په زوره له پاکستانه نه‌شي شړلای‎


د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند د سند ایالت مشر سنیټر شاهي سید پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی چې افغان کډوال دې په زوره له پاکستانه نه‌شړي، بلکې هغوی ته دې د دې هېواد تابعیت ورکړل شي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ ماښام د سند ایالت مرکز کراچۍ په میټروول سیمه کې یوې سترې جلسې ته د وینا پر مهال وویل چې په پاکستان او افغانستان کې پراته پښتانه یو کلتور او ژبه لري چې په خبره‌یې باید په زوره له پاکستانه ونه‌شړل شي.

سنیټر شاهي سید په کراچۍ کې دا جلسه تر څلورو کلونو وروسته رابللې وه چې ویناوالو په‌کې په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو پر ستونزو سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې‌ویل چې دوی په دې ښار کې د برابرۍ پر بنیاد ژوند کول غواړي.

د عوامي نېشنل ګوند د سند ایالت مشر دغه جلسې ته د وینا پر مهال د نورو مسایلو د یادونې تر څنګ د پاکستان پر ادارو غږ وکړ چې افغان کډوال دې په زوره له هېواده نه‌باسي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"موږ یو کلچر یو، موږ یو ثقافت یو، دا بېله خبره ده چې زما د افغانستان وروڼه پښتانه «په دواړه ملکونو کې دي» د دې مطلب دا دی چې پاکستان هم زما دی او افغانستان هم زما دی، دا پاکستان د چا د پلار نه‌دی، د چا پلار هم افغانانو ته ډیکې نه‌شي ورکولای، دا لا څه خبره شوه چې «دهکې دېکر نېکالونګا» تمهارا باپ بهی نهی نکال سکتا، د څلوېښتو کالو نه افغانان دلته اوسېږي او اوس ورته وايي چې دهکې دېکر نېکالونګا."

د عوامي نېشنل ګوند دغه چارواکي پر پاکستانیو چارواکو له دې هېواده د افغان کډوالو په زور نه‌ایستلو غږ په داسې وخت کې کړی چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ تر پخوا ډېره تېزه شوې ده.

دا لړۍ تر هغې وروسته تېزه شوه چې تېر کال د تورخم په سرحدي کرښه کې د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه او دواړو لورو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

تر دې پېښې وروسته په پاکستان، په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا ایالت کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې عمده هغه‌یې د پولیسو له‌خوا بې‌ځایه تنګول او ځورول و.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې «UNHCR» د چارواکو د وینا له مخې، په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې له پاکستان څخه نېږدې ۳ لکه او ۸۰ زره راجسټر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې دا شمېر په تېرو ۱۰ کلونو کې په یوه کال کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو تر ټولو ډېر شمېر بولي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په پاکستان کې شااوخوا ۱ میلیون راجسټر کډوال مېشت دي چې د پاکستان حکومت «یو. اېن. اېچ. سي. ار» او د افغان حکومت د درې اړخیزې موافقې له مخې ورته د روان کال تر پایه پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG