د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

هوتک: د ایران له‌خوا د یوې افغانې مېرمنې نه‌درملنه د اصولو خلاف ده


د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ایراني ډاکترانو له‌خوا د یوې افغانې مېرمنې نه‌درملنه چې د خپلې دې ناروغۍ له امله‌یې ساه ورکړې ده د کډوالو په اړه د ایراني او نړیوالو قوانینو څخه په زغرده سرغړونه بولي.​

یاد کمېسیون وایي چې افغان کډوال په هر هېواد کې چې دي باید د هغه هېواد د اتباعو په اندازه له هر ډول حقونو څخه برخمن وي.

د دغه کمېسیون د څارنې او ارزونې برخې کمېشنر مولوي عبدالرحمان هوتک نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د ایراني ډاکټرانو دغه عمل د کډوالو د نړیوال کنوانسیون خلاف کار دی، او افغان حکومت باید دغه ډول پېښې په دقت وڅېړي.

ّهوتک: افغان حکومت باید دغه ډول پېښې په دقت وڅېړي.
ّهوتک: افغان حکومت باید دغه ډول پېښې په دقت وڅېړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا کار نه‌یوازې دا چې د نړیوالو معیارونو خلاف دی بلکې خپله د یوه دولت په حیث د ایران د دولت دغه کار یو څرګنده تخلف دی د ایران له خپلو قوانینو څخه هم، ځکه چې هر مملکت ځان ته قوانین لري کله چې چا ته ځای ورکوي، پناه ورکوي نو دا د هغه د ټولو انساني حقونو د منلو په معنی ده."

څو ورځې مخکې د ازادي راډيو فردا څانګې د ایران د «جهان صنعت» په نوم یوې ورځپاڼې په حواله داسې راپور خپور کړ چې یوه ۵۲ کلنه افغانه ناروغه مېرمن له دې امله مړه شوه چې ایراني ډاکترانو یې له درملنې او د هغې د ینې له جراحۍ ډډه کړې وه.

له دې مخکې بیا د روان کال د وږې میاشتې په لومړۍ نېټه د لطیفې رحماني په نوم یوه دوولس کلنه نجلۍ چې د ینې په ناروغۍ اخته وه د نه‌درملنې له امله د شېراز په نمازي روغتون کې مړه شوه.

ایران د نورو ګاونډیو هېوادونو په پرتله له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن دی او له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اعدامولو، ځورولو او په قفسونو کې د بندولو او نندارې ته د ایښودلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کابل یو شمېر ښاریانو هم دغه پېښه وغندله او دا یې غیر انساني او غیر اخلاقي کار وباله.

د کابل یوه اوسېدونکي شیر افغان شېرزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا یو ناوړه عمل دی، د کډوالۍ له اولې ورځې څخه تر اوسه که په پاکستان کې دي ګلم جم ورته ویل کېږي که په ایران کې دي د مور او پلار ښکنځل ورته کېږي چې په ټوله نړۍ کې تر دې ناوړه سپکاوی نه‌شته."

دوه تنه روغتيايي کارکوونکي امیر او مجیب چې په کابل ښار کې په یوه لابراتوار کې دنده ترسره کوي وایي چې دغه عمل په ټوله نړۍ کې د درملنې له اصولو څخه خلاف کار دی.

هغوی په دې اړه ازادي راډيوته وویل:

"دا کار موږ غندو دا د ایران ښه کار نه‌و، دا زموږ په مشرانو پورې اړه لري، دوی باید له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي چې بیا راتلونکي کې داسې ستونزې پيدا نه‌شي."

"په رښتیا سره دا یو غیر انساني او غیر اخلاقي کار دی دغه کار چې دوی کړی باید وغندل شي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په نړیوال کنوانسیون کې یوازې په سیاسي برخو کې کډوالو ته استثنات موجود دي نور په ټولو برخو کې کډوال لکه د هغه هېواد وګړي له برابرو حقونو څخه باید برخمن شي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG