د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده تر۶ مياشتو وغځېده


د اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو د نړېوالې ادارې UNHCR او د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجسټر شوېو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د روان ٢٠١٦میلادي کال د ډېسمبر تر وروستۍ نېټې پورې غځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او یو این ایچ سي ار د پخوانۍ هوکړې له مخې، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني نېټه نن پای ته رسېږي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم پر خپل فیسبوک او ټویټر باندې لیکلي چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځوله "څو فرصت پیدا شي چې د کډوالو په اړه د دواړو هېوادونو او نړېوالو تر منځ اساسي خبرې او پرېکړې وشي."

په عين حال کې په اسلام اباد کې د یو این ایچ سی آر ویاندې "دنیا اسلم خان" د چهار شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې پخلى وکړ چې د پاکستان حکومت دغه ادارې ته يو پیغام ورلېږلی چې له مخې يې په پاکستان کې مېشتو راجسټر شوېو افغان کډوالو ته تر شپږو مياشتو پورې په دې هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې.

اغلې اسلم په دې اړه وايي:

"د وزيراعظم پاکستان له خوا څخه نن يو اين ايچ سي ار ته دا اطلاع ورکړل شوه چې د پاکستان حکومت د شپږو نورو مياشتو پورې يعنې د ٢٠١٦ میلادي کال د ډېسمبر تر اخره پورې د افغان مهاجرينو د کارډ موده غځولې، نو د دې مطلب دا دى چې د شپږو نورو مياشتو پورې راجسټر شوي افغانان په پاکستان کې په امن او سکون باندې اوسېدلى شي."

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه په داسې وخت کې غځول کېږي چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې مېشت کډوال د پوليسو له ځورونې شکايت کوي او د خېبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو سلاکار مشتاق غني تېره ورځ له مرکزي حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو موده دې نه غځوي.

ښاغلي مشتاق دا خبره هم کړې وه چې"که مرکزي حکومت افغان کډوال له پاکستان نه، نه شړي نو بیا دې پنجاب او نورو صوبو ته وغواړي او په کمپونو کې دې ځای پرځای کړي."

د راپورونو له مخې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پوليسو په تېرو څو ورځو کې زرګونه راجسټر او غېر راجسټر کډوال نيولي او زندانونو ته يې اچولي دي.

اغلې اسلم د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د نوي کولو په اړه به د مرکزي حکومت خبرداری راجسټر شوي افغان کډوال د پوليسو له ځورونې او تنګولو وژغوري، وويل:

"بلکل دا خبرداری په يو ډېرحساس وخت کې راغلى دى. تاسو ته معلومه ده چې په ٣٠ جون باندې د پاکستان د حکومت له خوا اول ورکړل شوى موده پای ته رسیږي او تر دې مخکې داسې راپورونه وو چې د پاکستان په ډېرى سیمو کې، خاصکر په خيبر پښتونخوا کې پوليسو نيولي دي. نو هغه افغانان چې راجسټر دي او کارټونه ورسره دي، هغوى لپاره دا ډېره ښه خبره ده چې د پوليسو د ځورونې مخنيوى به وشي."

د يو اين ايچ سي آر د احصاييې له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان او يو اين ايچ سي ار د ګډ تفاهم له مخې ورته د اوسېدنې موقتي کارتونه ورکړل شوي دي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده تر هغې وروسته وغځېده چې د يو اين ايچ سي آر مشر "فليپو ګرانډي" تېره اوونۍ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له چارواکيو سره په ليدنه کې له هغوى وغوښتل چې د کډوالو په ستنولو کې دې له صبره کار واخلي.

نوموړي همدا راز وويل چې اداره به يې په خپله خوښه له بېرته ستنېدونکيو کډوالو سره مرسته زياتوي، څو افغان ګډوال تګ ته وهڅېږي.

د يو اين ايچ سي آر ويانده وايي چې افغان کډوال دې د مرستو له دې فرصته ګټه واخلي او په خپله خوښه دې هېواد ته ستانه شي:

"هر افغان غواړي چې هغه خپل وطن ته لاړ شي او د خپل وطن په تعمير او ترقۍ کې حصه واخلي، نو په دې شپږو مياشتو کې هغه راجسټر افغانان چې کولاى شي افغانستان ته ستانه شي، دا د هغوى لپاره ډېره ښه موقع ده. هغه افغانان چې امنيت يې ستونزه نه ده، مطلب ډېر داسې افغانان دي چې هغوى تګ غواړي، خو د امنيت د وجې نه شي تلاى، خو هغه افغانان چې د داسې علاقو سره دي چې په افغانستان کې ورته د امنيت مسئله نشته دى، هغوى کولاى شي چې نقدي مرستې ترلاسه کړي او په خپله خوښه او رضا افغانستان ته لاړ شي."

د يادونې وړ ده چې اوسمهال په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغانان د کډوالۍ ژوند کوي چې ١٥ لکه يې راجسټر او د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو د پاکستان حکومت بيا وايي چې ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې همدومره ناراجسټر شوي کډوال هم دېره دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG