د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

خيبرپښتونخوا: حکومت دې د افغان کډوالو د اوسېدو موده نه غځوي


د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت يو ځل بيا د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې د روانې مياشتې تر ٣٠مې نېټې وروسته دې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده نه غځوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مېشتو راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روانې مياشت په ٣٠ مه نېټه پنجشنبې پوره کېږي.

د خېبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو سلاکار مشتاق غني د سې شنبې په ورځ له مرکزي حکومته غوښتي چې د کډوالو د مودې له غځولو دې ډډه وکړي او زياتوي چې افغان کډوال نه يوازې د صوبې پر اقتصاد پېټى دى، بلکې د دوى له امله امنيتي ستونزې هم پيدا کېږي.

مشتاق غني په دې اړه د ازادي راډيو له مشال څانګې په خبرو کې وويل چې حکومت يې له تېرو دوو کلونو راهيسې له مرکزې حکومته بيا بيا غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو ستنېدو په اړه دې موثره ګامونه پورته کړي، خو په خبره يې، وفاقي حکومت د صوبې په دغه خبره عمل نه کوي.

مشتاق غني په دې اړه وايي:

"د افغان کډوالو له وجې موږ ډېر زيات متاثر شوي یو، دا کډوال د لاکونو په شمېر په صوبه کې ژوند کوي. دلته په کاروبارهم د دوی قبضه ده. زموږ د صوبې امنيت هم د کډوالو له وجې خراب شوى دى. په دنيا کې چېرته هم داسې نه کېږې چې تر دومره مودې کډوال و اوسي او بيا په دوی کې خو د ډېرو رجسټريشن هم نشته. د افغان کډوالو مسئله د وفاق ده، خو زور يې د خېبر پښتونخوا ولس وړي."

غني زياته کړه چې د سېفران يا سرحدي چارو وزارت او نورو ذمه وارو ادارو ته اوس پکار ده چې نور دې د کډوالو موده نه غځوي، بلکې دوی دې په عزت سره خپل هېواد ته واستوي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار همدا شان وويل:

"که مرکزي حکومت د ځينو لاملونه له امله کډوال بېرته هېواد ته نه ستنوي، نو بيا دې په ټول پاکستان کې د هغوى لپاره کمپونه جوړ کړي او ټول کډوال دې دغو کمپونو ته ولېږدوي."

له بلې خوا په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې يو.اېن.اېچ.سي.ار ويانده دنيا اسلم خان وايي چې اداره يې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠١٧میلادي کال تر پايه غځول غواړي.

د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې يو.اېن.اېچ.سي.ار ويانده دنيا اسلم خان
د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې يو.اېن.اېچ.سي.ار ويانده دنيا اسلم خان

دنيا اسلم د ازادي راډيو له مشال څانګې په خبرو کې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو د سلاکار وروستيو څرګندونو ته په اشاره وويل، که پاکستان په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده نه غځوي، نو حکومت ته پکار ده چې د يوې نوې پاليسۍ له مخې افغانانو ته تحفظ ورکړي:

"د پاکستان حکومت چې کوم ستراتیژي ده هغه اوس هم د کابينې د فيصلې په انتظار دی. د يو.اېن.اېچ. سي.آر له خوا موږ پاکستان حکومت ته دا خواست کړی چې څه وخت پورې د يو نوې ستراتيژي اعلان کړی. تر هغه دې د ستنېدونو چارو وزارت له خوا ټولو امنیتي ادارو ته يو خط ولیږل شي څو چې د افغانانو پخواني کارډونه پای ته رسیږي نو بايد هغوي نه تنګول کېږي او د هغوي په سفر کې يا تعليم په حواله سره يا دوې که چېرې يو ښار نه بل ښار ته لاړ شي نو بايد چې دوی ته څه مشکلات رانه شي. "

په عين حال کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم د سې شنبې په ورځ د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره کتلي او له هغه سره يې په خيبر پښتونخوا صوبې کې د افغان کډوالو پر وضعيت، د پوليسو له خوا د هغوى په ځورونې او بد چلند خبرې کړي او "دا يې له حده پورته بللي دي."

له افغان سفارت څخه په دې اړه يو خپور شوى بيان وايي چې ښاغلي عمران په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو په ځورونې له هغوى سره په بد چلند خواشينې ښودلې او افغان سفير ته يې ډاډ ورکړى چې په دې اړه به له صوبايي چارواکيو خبرې وکړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په داسې وخت کې يو ځل بيا د افغان کډوالو د اوسېدنې د مودې د غځولو مخالفت کړى چې تېره اوونۍ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر "فليپو ګرانډي"پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکيو غوښتي وو چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې دې له صبره کار واخلي او پر هغوى دې د ترهګرو ټاپې نه لګوي.

د يادونې وړ ده چې د يو.اېن.اېچ.سي. آر د احصاييې له مخې دا مهال په پاکستان کې نژدې ١٥ لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان او يو اين ايچ سي آر د ګډ تفاهم له مخې ورته د اوسېدنې قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG