د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

زاخلیوال عمران خان ته: افغان کډوال دې د سیاسي اړیکو قرباني نه شي


په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال د افغان کډوالو سره د خېبر پښتونخوا د حکومت چلند له حده اوښتی بللی او د تحریک انصاف د ګوند له مشر عمران خان څخه یې غوښتي چې کډوال باید د عمومي اړیکو د ښکته پورته والي قرباني نه شي او پرته له کوم جرمه باید په ډله ییزه توګه ونه ځورول شي.

حضرت عمر زاخلیوال په داسې حال کې پرون له عمران خان سره خبرې کړي دي چې په خېبر پښتونخوا کې د میشتو افغان کډوالو پر ضد د پولیسو په عملیاتو کې تېره ورځ دغلته له دوو زرو زیات افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي.

پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ د ځايي پولیسو له خولې وویل، دا افغانان په پېښور او شاوخوا سیمو کې نیول شوي دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خېبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د ویاند مشتاق غني له خولې ویلي، ایالت یې نور د افغان کډوالو اقتصادي پیټی نه شي وړلی.

په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د سې شنبې په ورځ د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر ښاغلی عمران خان په دې لیدنه کې عمران خان ته چې ګوند یې په خېبرپښتونخوا کې واکمن دی ویلي، کډوال باید د عمومي اړیکو د ښکته پورته والي قرباني نه شي.

افغان سفارت وايي چې عمران خان له عمر زاخلیوال سره ژمنه کړې چې د پښتونخوا وزیر آعلی او پولیسو مشر سره به اړیکې نیسي تر څو په سمدستي توګه د افغانانو سره خپل سلوک سم کړي.

XS
SM
MD
LG