د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د افغان کډوالو په اړه د عمران خان څرګندونې او د کارپوهانو وېشلي نظرونه!


د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي او کارپوهان د پاکستان د صدراعظم عمران خان د دې څرګندونو په اړه چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي، د پاکستان تابعیت به ورکړي، وېشلي نظرونه لري.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د پاکستان د صدراعظم عمران خان دا خبره چې هغو افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې زېږېدلي، د پاکستان تابعیت ورکوي، د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور له موادو سره سمه ده، خو د دوی په خبره، پاکستان باید د دې پر ځای په افغانستان کې د سولې له ټینګښت او د دغه هېواد له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي قیوم سجادي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۶» په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که د پاکستان حکومت غواړي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړي، باید لازم پروګرامونه ورته ترتیب کړي او که نه نو دا اقدامات نمایشي دي او غواړي چې د عامه افکارو فشار له ځانه کم کړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې یوې ناستې ته ویلي وو:

"هغه افغانان چې ماشومان‌یې دلته زېږېدلي او لوی شوي دي، هغو ته به د پاکستان پاسپورټ او پېژندپاڼه ورکړو."

عمران خان
عمران خان

عمران خان ویلي چې دغه افغانان د اسنادو د نه‌لرلو له امله تعلیم او کار نه‎شي کولای او که د پاکستان تابعیت پاڼه ولري، تعلیم او کار به وکړي او دا کار به له ثبات سره مرسته وکړي.

د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان ناسم سیاست ته په کتو، باوري نه‎دی چې پاکستان دغه خبره عملي کړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړی وايي:

"کله چې د مهاجرتونو او د داسې نورو متبادلو ګټو خبره راځي، په هغې کې د پاکستان پر نیت شک لرم ځکه د پاکستان لپاره یو مات ګوډ افغانستان په کار دی. عمران خان دا خبره له یوې خوا د هغو افغانانو د اعتماد جلبولو لپاره کوي کوم چې هغه هېواد کې اوسېږي او بله دا چې غواړي نړۍ ته وښيي چې دی د نړیوالو میثاقونو عملي کېدو ته متیقن دی."

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا په‎دې باور دی چې دا کار د افغانستان په ګټه نه‎دی.

د ده په خبره هغه ځوانان چې افغانستان ورته اړتیا لري، پردي کېږي.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

دی وايي:

"ځینې ستونزې هم منځته راوړي چې ممکن په راتلونکي کې ډېرې خطرناکې وي. راتلونکی به دا وښيي چې دا کار په کوم نیت شوی دی، ځکه هغه افغانان چې هلته زېږېدلي خورا ډېر دي، په‎دې صورت کې به نیمايي افغانان پاکستانیان شي."

افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې امنیتي ناخوالې روانې دي او د دوی په خبره، په ټولو کې پاکستان لاس لرلی دی.

دوی وايي، سره له‎دې چې افغان حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې په وار وار له پاکستانه د سولې د ټنیګښت لپاره مرسته غوښتې، خو پاکستان په‎دې برخه کې له ژمنو سره سره، عمل نه‎دی کړی.

دوی دا هم وايي چې کېدای شي، د پاکستان د حکومت د دغه اعلان تر شا بیا هم د افغانستان په زیان، څه پراته وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG