د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

پر پوله نښته؛ د سپين بولدک - چمن لاره تړل شوې


د سپين بولدک - چمن دروازه
د سپين بولدک - چمن دروازه

په کندهار کې د سپین بولدک ـــــــ چمن په دروازه د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د پرونۍ نښتې اصلي انګېزه لا هم نه‌ده معلومه، خو د دې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي.

دا ویډیوګانې چې لا په رسمي ډول یو لوري هم نه‌‌دي تأیید کړي، ښيي چې د طالبانو په منځ کې یو ولاړ شخص په پاکستاني ملېشو ډزې کوي او وروسته نښته پیلېږي.

لا د دې ډزو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر معلوم نه‌دی، خو هغو ویډیوګانو کې چې ادعا کېږي د همدې نښتې دي، لیدل کېږي چې دوه پاکستاني ملېشه په مرمیو لګېږي.

"کله کله داسې سو‌‌ء تفاهم په پوله او دروازو پېښېږي، ځکه هلته ازدحام ډېر وي"

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، هلته لویه جګړه نه‌ده شوې او په سیمه‌ییزه کچه یوه کوچنۍ پېښه شوې.

نوموړی وايي: "کله کله داسې سو‌‌ء تفاهم په پوله او دروازو پېښېږي، ځکه هلته ازدحام ډېر وي او کله کله ستونزه جوړېږي. دا په محلي کچه ستونزه وه، کنټرول شوې او لویه شوې نه‌ده. د دواړو خواوو مشران په جریان کې شوي او د ستونزې مخه یې نیولي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم ازادي راډیو ته وویل، جګړه د دوی او د پاکستان د سرحدي عسکرو ترمنځ د غلط فهمۍ پایله وه او اوس څېړنې روانې دي چې اصلي لامل یې څه و.

خو په ښکاره دا پېښه داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کې په ډیورنډ کرښه د پاکستاني عسکرو له‌خوا له افغانانو سره د ناسم چلند راپورونه او ویډیوګانې خپرېږي.

همدا ډول په پاکستان کې دننه هم د افغان کډوالو د ځورولو او نیولو راپورونه شته، هغه څه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یې غبرګون ښودلو ته اړ ویست او له پاکستان یې وغوښتل چې د دې کارونو مخه ونیسي.

د سپین بولدک ـــــــ چمن په دروازې، چې خلاصه وي په ورځني ډول زرګونه افغانان له ډیورنډ کرښې پورې غاړې اوړي او یا هم افغانستان ته راځي.
د سپین بولدک ـــــــ چمن په دروازې، چې خلاصه وي په ورځني ډول زرګونه افغانان له ډیورنډ کرښې پورې غاړې اوړي او یا هم افغانستان ته راځي.

که څه هم طالبان وايي، یوازې پرون غرمه د یو نیم ساعت لپاره د دواړو خواوو ترمنځ ډزې شوي، خو ځايي خلکو بیا ازادي راډیو ته وویل، پرون مازدیګر هم د دواړو خواوو ترمنځ ډزې تبادله شوې.

د پېښې په سیمه کې یو شخص چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، له پرون راهیسې دا لاره د خلکو او موټرو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړی وايي: "اوس خو خیر دی، څه مشکل نه‌شته، خو دروازه له دواړو خواو د خلکو او موټرو پر مخ تړل شوې ده."

د پاکستان حکومت او پوځ یې لا په دې اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د سپین بولدک ـــــــ چمن په دروازې، چې خلاصه وي په ورځني ډول زرګونه افغانان له ډیورنډ کرښې پورې غاړې اوړي او یا هم افغانستان ته راځي.

له دې وړاندې هم په دې دروازه کې څو ځله د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه شوې، چې وروسته بیا تر یوې مودې دا لاره د خلکو پرمخ تړل شوې.

XS
SM
MD
LG