ددې اونۍ په مثلث کې له کراچۍ څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي مشر نورالله ترین، له مشال راډیو څخه بشیر ګواښ او له ازادي راډیو څخه احمد شیبر په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو غږیدلي دی. دا بحث دلته کتلی شئ.
د ښځو او ماشومان په ګډون سلګونه افغانان د پاکستان زندانونو کې
د بشري حقونو فعالان وايي د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پولیسو د سختو اقداماتو په پایله کې دا مهال یوازې کراچۍ کې تر ۱۲۰۰ زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زندانونو کې دي. په دوی کې ماشومان، ښځې او ناروغان هم شامل دي.