د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

چارواکي: د پاکستان له سند ایالته سلګونه افغان بندیان خوشې شوي


یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستانیو پولیسو له لوري بندیان شوي دي.
یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستانیو پولیسو له لوري بندیان شوي دي.

د پاکستان له سند ایالته څه باندې پنځه سوه افغان بندیان خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې دا زندانیان په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او په کراچۍ کې د قونسلګري په هڅو سره خوشې شوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد شنبه ناوخته په یوه پیغام کې ویلي: "د پاکستان هېواد د سِند ایالت له زندانونو څخه ۵۲۴ تنه افغانان چې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان هم په کې شامل دي را خلاص او خپل هېواد ته یې د رالیږد بهیر دوام لري. د دغو افغانانو د رالیږدولو، د لارې د خوراک او څښاک او ټول مصارف د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکول کېږي.'"

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټوېټر لیکلي چې د افغان کډوالو د خوشې کولو په باب د پاکستان د حکومت د اقدام هرکلی کوي خو غږ پرې کوي چې نور افغان کډوال بندیان نه کړي.

د سِند ایالت د زندانونو چارواکو د نوي میلادي کال په پيل کې ویلي وو هغه سلګونه افغان زندانیان به ژر خوشې کړي چې د بند مودې یې پوره شوي دي.

د راپورونو له مخې اکثر دغه افغان کډوال پاکستان ته د ناقانونه تلو په خاطر په دوو میاشتو بند محکوم شوي وو، خو ډېرو یې له دوو میاشتو زیاته د بند موده تېره کړې وه.

د دغو افغان کډوالو د خلاصون لپاره په سیمه ییزه کچه ګڼو مدافع وکیلانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو هڅې کړې دي.

لا هم د کراچۍ په زندان کې سلګونه افغان ماشومان او مېرمنې بندیانې دي.
لا هم د کراچۍ په زندان کې سلګونه افغان ماشومان او مېرمنې بندیانې دي.

له دې ډلې منزه کاکړ چې مدافع وکیله ده په خپل ټوېټر باندې پرون لیکلي چې افغان بندي کډوال بېرته خپل هېواد ته ډيپورټ/یا په زور لېږل کېږي، خو دوی له دې چې له زندانه خوشې شوي ډېر زیات خوښ دي.

کاکړ اندېښنه ښودلې چې د کراچۍ په زندانونو کې لا هم د ماشومانو او ښځو په ګډون اته سوه افغان کډوال بندیان دي.

د پاکستان پولیسو په تېره بیا د سِند ایالت چارواکو په تېرو څو میاشتو کې پاکستان ته د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد چاپې وهلې وې چې د ماشومانو، ښځو، سپین ږیرو او ناروغانو په شمول یې سلګونه کسان بندیان کړي وو. پولیسو په خپله تایید کړې چې دوی ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي و چې اکثر یې د محکمې په حکم په دوو میاشتو بند محکوم شوي.

د افغان ماشومانو او ښځو په شمول د افغان کډوالو بندیانولو پراخ غبرګونونه هم پارولي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG