د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

پاکستاني چارواکي: روانه اوونۍ افغانستان ته د بندي افغان مېرمنو د استولو پروسه پيلوو


په پاکستان کې بندي افغان مېرمنې او ماشومان
په پاکستان کې بندي افغان مېرمنې او ماشومان

په کراچۍ کې د افغانانو په تېره بیا بندي ښځو او ماشومانو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته اوس چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته د دغو ښځو د استولو پروسه پیلوي.

د کراچۍ په مرکزي زندان کې د چارواکو د معلوماتو له‌مخې ۱۲۹ افغان مېرمنې له ۱۷۸ افغان ماشومانو سره بندیانې دي.

د کراچۍ د مرکزي زندان یوې افسرې شیبا شاه اسوشیتید پریس سره په خبرو کې وویل: "له دغو ۱۲۹ افغان ښځو ۵۴ یې په دوه میاشتو بند محکوم شوي دي. نور ۷۵ تنه تر محاکمې لاندې دي. دوی په منظم ډول محکمو ته حاضریږي. د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې به (افغانستان ته) د شاوخوا ۵۸ ښځو د استولو بهیر پيل شي."

"له دغو ۱۲۹ افغان ښځو ۵۴ یې په دوه میاشتو بند محکوم شوي دي.

د اسوشیتید پریس په راپور کې ښکاري چې په یوه لویه خونه کې لسګونه ښځې او ماشومان ایسار دي.

۶۵ کلنه ګُل خدا د پکتیا ده. هغې ویلي سره له دې چې د بند دوه میاشتې یې تېرې کړي خو لا هم نه‌ده خوشې شوې.

نوموړې ويلي: "موږ پرېږدئ. موږ دلته د دوو میاشتو څخه ډیر وخت تېر کړ. د خدای په خاطر نور مو پرېږدئ. مهرباني وکړئ موږ خوشې کړئ. موږ خپله دوه میاشتې بند تېر کړ. موږ باید اوس خوشې شوي وای. د خدای لپاره پر موږ رحم وکړئ."

په پاکستان کې زنداني شوي افغانان
په پاکستان کې زنداني شوي افغانان

۶۷ کلنه نیلوفر د پروان ده. وايي چې د بې‌وزلۍ په خاطر له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغله خو دلته پولیسو زندان ته واچوله.

نوموړې وايي: "موږ له افغانستان څخه راغلو. بې‌وزلي یو. خاوند مې زوړ دی کار نه‌شي کولی. دوو زامنو مې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه. که تاسو نه‌غواړئ چې موږ دلته کار وکړو بېرته مو افغانستان ته ولېږئ. هلته یو کور لرو. موږ به بېرته کور ته لاړ شو. زه او دوه نږیندې مې ناروغانې یو. د خدای لپاره، موږ خوشې کړئ ترڅو موږ بېرته کور ته لاړ شو."

"موږ له افغانستان څخه راغلو. بې‌وزلي یو. خاوندې مې زوړ دی کار نه‌شي کولی.

د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو ویلي، ماشومان ځکه په زندان کې دي چې میندې یې بندیانې شوي.

دوی منلې چې څه باندې ۲۰۰ افغان ماشومان چې له یو تر اتو کلونو عمرونه لري په زندان کې دي.

د پاکستان په سند ایالت کې له څو میاشتو د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي.

پولیسو په دې لړ کې تایید کړې چې د محکمې په امر یې ۱۲۰۰ افغانان چې پاکستان ته د تلو لپاره اسناد نه‌لري نیولي.

بشرپالان او مدافع وکیلان بیا د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ تنه یادوي.

که څه هم تر دې مخکې ځینې افغان بندیان د بشري حقونو د فعالانو او مدافع وکیلانو په مټ له زندان خوشې شوي خو دا پروسه ډېره ورو مخ ته ځي.

د کراچۍ د زندان چارواکو تر هغه وروسته د افغان بندیانو د استولو تازه ژمنې کړي چې په دوی باندې په پاکستان کې دننه فعالانو او ګڼو افغانانو کلکې نیوکې وکړې په تېره بیا چې د وړو افغان ماشومانو عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره شول.

د افغانستان بهرنیو ډپلوماټیکو ماموریتونو چې په سر کې یې په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد دایمي استازولي ده د پاکستاني چارواکو دا چلند له سپکاوي ډک وباله او د بشري حقونو سرغړونه یې یاده کړه.

د جمهوریت له وخت پاتې دغو بهرنیو ډپلوماټیکو ماموریتونو او پخپله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستان په کلکه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو هڅې بندې او بندیان بېرته خوشې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG