د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: خوښ يو چې نجونې مو زده‌کړې کوي


پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري ورځ تر بلې په ښځو او نجونو محدودیتونه زیاتيږي پاکستان ته یو شمېر تللې افغانې کورنۍ وايي، که څه په دې هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي خو د دوی په خبره په خپلو لوڼو او خویندو يې زده کړې پېل کړې دي او له دې امله خوښ دي.

د درېیو لورګانو مور زینب چې اوس مهال د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل، چې تازه يې خپلې درې لوڼې په ښوونځيو کې داخلې کړې دي.

نوموړې وايي: "دلته افغان کډوال زیاتې ستونزې لري، د ویزې ستونزه، اقتصادي ستونزې، او په ټوله کې کډوالي ډېرې ستونزې لري، خو د یوې مور په توګه په دې خاطر خوشحاله یم چې لوڼې مې دلته زده کړې کوي او خپل راتلونکی جوړوي."

د یوې مور په توګه په دې خاطر خوشحاله یم چې لوڼې مې دلته زده کړې کوي او خپل راتلونکی جوړوي."

خو ټول بیا داسې نه‌دي، یو شمېر کورنۍ وايي، ښوونځی شته، خو په یاد هېواد کې هم په لوڼو د لوړو اقتصادي لګښتونو له امله زده کړې نه‌شي کولای.

مریم چې په افغانستان کې يې په یوه دولتي اداره کې دنده درلوده او د خپلې کورنۍ نفقه یې ګټله اوس په پېښور کې مېشته ده.

نوموړې وايي ډېره هڅه يې وکړه چې د دوه خویندو د زده‌کړو لګښتونو ته اوږه ورکړي خو اقتصاد يې کمزوری دی او نه‌شي کولای.

اغلې مريم وايي: "موږ له افغانستانه په دې خاطر کډوال شو چې دلته به مو خویندې زده‌کړې وکړي، خو له بده مرغه دلته باید په خصوصي ښوونځيو کې داخله واخلو او زموږ اقتصادي وضعیت کمزوری دی، نو اوس دلته هم زده کړو ته پوره لاس‌رسی نه‌لرو."

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

نوموړې وايي، له نړيوالې ټولنې غواړو، چې په دې برخه کې له افغانو کورنیو سره مرسته وکړي او په ګاونډيو هېوادونو کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده‌کړو بندیز لګېدلی دی.

که څه هم طالبانو په وار وار ژمنې وکړې چې د دوی د تعریف پر بنسټ د یو خوندي چاپيریال له رامنځته کولو وروسته به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي خو نه یوازې دا چې دا کار ونه شو بلکې د طالبانو حکومت د روانې ډیسمبر میاشتې په شلمه نېټه تر بل امر پورې د ښځو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

په افغانستان کې مېشتو یو شمېر افغانو کورنیو ازادي راډيو ته ویلي، د خپلو کورنیو د نجونو د زده‌کړو د دوام په خاطر به ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شي، خو دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د پاسپورتونو وېش درولی، ګاونډیو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو اخیستل ستونزمن شوي او هغوي چې له قاچاقي لارو سفر کړی له بند، شکنجې او د ځورونې له نورو بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG