د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له بندېدو دفاع وکړه


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وایي، د محصلو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې د څو دلایلو له امله تر امر ثاني پورې بندې شوي دي.

له لوړو زده کړو څخه د ښځو د منع کېدو په اړه د طالبانو پر پرېکړې له پراخو انتقادونو او غندنو وروسته د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم یو ځل بیا د دې پرېکړې دفاع وکړه.

هغه تېره شپه د د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د نجونو او ښځو د لوړو زده کړو د ځنډولو پرېکړه پر څلورو دلایلو شوې ده.

هغه وویل: "یوه ستونزه داوه چې په مختلو ولایتونو کې د اناثو د طبقې لیلیې فعالې وې او د اناثو طبقې به له یوه ولایت نه بل ولایت په میاشتو میاشتو سفر کاوه او هلته به اوسېدلې. په لاره به یې سفر بې له محرمه کاوه چې یوه ستونزه دا وه. دوهمه ستونزه داوه چې کومې ښځینه محصلینې چې پوهنتونونو ته یې رفت او امد درلود، له کورنې راتلې، هغوی ته مو هدایت پوره حجاب و، خو متاسفانه دا حجاب مراعات نه شو. او بله ستونزه داوه چې په اکثره پوهنتونونو کې دا د اختلاط نظام نه وو ختم شوی، د نر او ښځې په مابین کې. څلورم مشکل داو چې اوسنی نصاب چې د پوهنتونونو دی، تقریباً ۱۶۰ رشتې لري، په دې کې داسې رشتې وې چې هغه د اناثو طبقې د شان سره، د دوی د عزت او وقار سره، د افغاني کلتور سره یې سر نه خوړی. په هغه کې لکه دا د انجینرۍ اړخ دی، یا د زراعت اړخ دی، یا بعضې داسې نورې رشتې دي."

هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت څوارلس میاشتې وخت ورکړی چې په دې برخه کې اصلاحات راشي، خو د ده په وینا دا کار ونه شو.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې وویل چې پوهنتونونه به تر امر ثاني پورې د نجونوپرمخ بند وي.

په عین حال کې د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت هم په یوه مکتوب کې چې پرون پنجشنبې یې استولی، ویلي چې د طالبانو د حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې له شپږم ټولګي د پورته نجونوپرمخ ښوونځي او د روزنې کورسونه تر امر ثاني پورې بند دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې وویل چې پوهنتونونه به تر امر ثاني پورې د نجونوپرمخ بند وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه مکتوب کې وویل چې پوهنتونونه به تر امر ثاني پورې د نجونوپرمخ بند وي.

دا په داسې حال کې چې د تېر کال په اسد میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي، خو ویل کېږي چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو د زده کړې بهیر تراوسه دوام درلود.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د ښوونې د سرپرست وزیر د مولوي حبیب الله آغا پر لاسلیک خپور شوی، د هېواد د ښوونې ټولو ریاستونو ته امر شوی چې د دغې پرېکړې مطابق له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کونکو پرمخ د دولتي او خصوصي ښوونځیو او د زده کړې د کورسونو په اړه مناسب اجراات وکړي.

د دغه مکتوب له خپرېدو مخکې د کابل د یوه ښوونځي سرښوونکې ازادي راډیو ته ویلي وچې دا او همکارانې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خو ګواښل شوې وې.

هغې چې د امنیتي دلایلو له امله یې ونه غوښل نوم یې په دې راپورکې خپور شي، وویل: "طالبان له درنو وسلو سره ښوونځي ته داخل شول، ما او مدیرې له دوو نورو سرښونکو سره چې غوښتل مو له ښوونځي ووځي په تنده لحجه یې راته وویل چې ولې تر اوسه دلته پاتې یاست، ولاړې شئ او تر امر ثاني پورې حق نه لرئ چئ په ښوونځي کې واوسئ."

طالبان به روز پنجشنبه از ورود دختران دانش آموز به پوهنتون کابل جلوگیری کردند
طالبان به روز پنجشنبه از ورود دختران دانش آموز به پوهنتون کابل جلوگیری کردند

په عین حال کې په تخار ولایت کې یو شمېر نجونې وایي چې طالبانو پرون د روزنې له یوه خصوصي مرکز څخه شړلي او ورته یې ویلي چې د زده کړې حق نه لري.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د زحل په نوم د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ له قوله ویلي چې وایي، طالبانو دغه راز نجونې وهلې ډبولې هم دي.

له بلې خوا په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، لیدل کېږي چې طالبان په تالقان کې د یو شمېر معترضو نجونو پرمخ اوبه شیندي.

د راپورونو له مخې دغو نجونو د پوهنتونونو د تړل کېدو په وړاندې اعتراض کړی و.

پرون کابل هم د یو شمېر نجونو او ښځو د مظاهرو شاهد و.

"یا ټول، یا هېڅوک" کابل کې د معترضو ښځو شعار
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:46 0:00

په کابل کې یو شمېر معترضانو وویل چې طالبانو ورسره تاوتریخوالی کړی او یو شمېر معترضانې او خبریالان یې نیولي دي.

خو طالبانو په تخار او کابل کې د معترضانو د دغو ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG