د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

فريده مومند: طالبان د خپلو ژمنو خلاف د نجونو او ښځو د حذف سياست مخته وړي


په مخکیني جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند
په مخکیني جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند

په مخکیني جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند وايي، طالبان په دوحه کې د خپلو ژمنو خلاف له ټولنې د نجونو او ښځو د سیستماتیک حذف سیاست مخته وړي.

نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو خبر خواشینې کړې خو په خبره یې، افغان نجونې به د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

اغلې مومند دغه شان، له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې پر طالبانو سیاسي فشار راوړي.

له نوموړې سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د تازه پرېکړې په اړه پوښتلي دي.

د اغلې مومند مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
XS
SM
MD
LG