د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

طالبانو د نجونو تحصيل وځنډاوه؛ نړيوال غبرګونونه پرې ښودل شوي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د امریکا متحد ایالتونو او بریتانیا د طالبانو دا پرېکړه وغندله چې د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ازادي راډیو ته استولی دی په‌کې راغلې دي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.

پرون چې کله دا مکتوب خپور شو هغه وخت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه لرله.

طالبان دې دا تمه نه کوي او دا انتظار دې نه کوي چې د نړیوالې ټولنې غړیتوب به ترلاسه کوي

دې غونډې ته د خبرو پر مهال د بریتانیا او امریکا استازیو د طالبانو پرېکړه وغندله.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو مرستیال استازي رابرت ووډ وویل، طالبان دې دا تمه نه‌کوي او دا انتظار دې نه‌کوي چې د نړیوالې ټولنې غړیتوب به ترلاسه کوي خو دا کار هغه وخت ممکن دی چې د ټولو افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي په ځانګړي ډول بشري حقونه او د ښځو او نجونو بنیادي ازادیو ته احترام وکړي.

په ملګرو ملتو کې د بریتانیا استازې باربرا ووډوارډ بیا وویل چې، د طالبانو دا پرېکړه د ښځو له حقونو څخه یوه بله ناوړه سرغړونه ده او د یوې یوې محصلې لپاره ژوره مایوسي ده.

هغه مکتوب چې د نجونو د تحصيل ځنډېدو په اړه د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا خپور شوی دی
هغه مکتوب چې د نجونو د تحصيل ځنډېدو په اړه د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا خپور شوی دی

د طالبانو تر مکتوب لاندې چې پرون صادر شو د دوی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم لاسلیک کړی دی.

شاوخوا درې اونۍ مخکې د مولوي ندا محمد ندیم یوه ویډیو خپره شوه چې په‌کې ویلي یې و په افغانستان کې د نجونو زده کړې بهرنی کلتور دی او د امان الله خان او ظاهر شاه په وختونو کې افغانستان ته راوړل شوی دی.

باسواده مور بل نسل روزي او باسواده نسل افغانستان د پرمختګ په لور روانوي.

هغه وخت د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند احمد تقي په ټویټر کې ولیکل چې دا ویډیو پخوانۍ ده او د هغه وخت ده چې مولوي ندیم د کابل والي و.

د سیاسي چارو کتونکي شینکي کړوخېل د طالبانو له لورې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو بندېدو ته د ستر خیانت په سترګه ګوري.

نوموړې وايي: "د افغانستان لپاره دا څومره یو لوي خیانت دی چې سر پرست وزیر یې کوي، ځکه چې په دې باندې باید دی ښه پوه شي چې هغه هېوادونه به پرمختګ کوي چې د نجونو په تعلیم یې پانګونه کړې وي، باسواده مور بل نسل روزي او باسواده نسل افغانستان د پرمختګ په لور روانوي. دا یو ستر خیانت دی د افغانستان د راتلونکې لپاره او د افغان نجونو او مېرمنو په خاطر یو لوي جنایت دی."

شينکۍ کړوخېل
شينکۍ کړوخېل

طالبانو سږکال په نوروز کې امر وکړ چې نجونې دې ښوونځیو ته ولاړې شي، بیا یې په همدې ورځ چې نجونې ښوونځيو ته روانې شوې مکتوب صادر کړ چې تر شپږم ټولګي ور پورته نجونې دې تر ثاني امر پورې مکتبونو ته نه ځي.

تر اوسه پورې دا ښوونځي بند دي، خو پوهنتونونو ته یې د نجونو د تګ مخه نه وه نیولې.

یوازې دا امر یې کړی و چې د نارینه او ښځینه و ټولګي دې بېل شي.

وروسته یې بیا امر وکړ چې د اونۍ په بېلابېلو ورځو کې دې د نارینه او ښځینه محصلینو درسونه تنظیم شي.

په تېرو څه باندې شپاړس میاشتو کې چې طالبانو کابل نیولی دی هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او نړېواله ټولنه وایي چې د دوی حکومت باید بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG