د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

بلاول بوټو: د افغان نجونو زده‌کړو په برخه کې کار روان دی


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

۴۴۸ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانیستو هیڅ هیله نه‌شته.

که څه هم د طالبانو حکومت د ښوونځیو د پرانيستو په اړه هیڅ هم نه‌وايي، خو د افغانستان د دې لویې ستونزې په اړه اسلام‌اباد غږېدلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، د افغان نجونو د تعلیم په برخه کې کار روان دى.

د افغان نجونو د تعلیم په برخه کې کار روان دى.

هغه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي منشي سره ګډ خبري کنفرانس کې کړي، خو په دې اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو حکومت له ویاندویانو او د پوهنې وزارت له چارواکو مو وپوښتل چې بالاخره کله به د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي، خو ځواب یې را نه‌کړ.

خو وړاندې یې بېلابېلو چارواکو په دې اړه نظرونه ورکړي و، وروستۍ څرګندونې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وې چې میاشت وړاندې یې په ترکیه کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وکړې.

هغې ژمنه کړې وه چې ژر به له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي پرانيستل شي، خو لا داسې کومه نښه نه لیدل کېږي.

د یادونې ده، چې مخکې له دې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۲۲ ميلادي کال د اګست په ۲۵مه نېټه د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، پاکستان له زده‌کړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او په خبره یې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي.

زه ټینګار کوم چې افغانان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري."

د افغان نجونو د ښوونځیو ترڅنګ په افغانستان کې بشري وضعیت د بلاول بوټو او د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي د بحث بل ټکی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو دې کنفرانس ته ویلي، افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

نوموړي ويلي: "په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانيستل شوی، د دې دفتر لپاره منابع برابرې شوي او د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړی استازی د غړو هېوادونو له‌خوا مشخص شوی دی. زه هیله‌مند یم چې د افغانستان د ملاتړ لپاره یو میکانېزم جوړ شي. د سعودي عربستان په ګډون، ځینې هېوادونو په بشري برخه کې مرسته کړې. زه ټینګار کوم چې افغانان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري."

بلاول بوټو
بلاول بوټو

هاخوا د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه‌ هم د افغانانو په بشري وضعیت اندېښنه ښودلې.

هغه زیاته کړې، دا سازمان هڅه کوي چې، په افغانستان کې د روان بشري وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که سږ سوړ ژمي کې یې لاس‌نیوی و نه‌شي، افغانستان کې به لوی بشري ناورین راشي.

واک ته د طالبانو له رسېد وروسته، افغانستان په اقتصادي، تعلیمي، سیاسي او ټولنیزه برخه کې له کړکېچن وضعیت سره مخ دی، خو طالبان وايي، هر څه د دوی تر کنټرول لاندې او سم دي.

XS
SM
MD
LG